د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د فیفا په نړيواله درجه‌بندۍ کي تاريخي پرمختګ وکړ

د فوټبال نړيوال فدراسيون – فیفا راپور ورکړی دی چي د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د فوټسال په وروستي نړيوالي درجه‌بندۍ کي د اوو پړاوونو په لوړوالي سره د نړۍ په ۲۱م مقام او د اسيا په ۵م مقام کي ځای نيولی دی.

د فیفا د خپري سوي درجه‌بندۍ له مخي، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د ۱١۹۴.۶٨ امتيازونو په ترلاسه کولو سره د نړۍ په ۲۱م مقام کي راغلې ده. د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې تر دې مخکي د نړۍ په ۲۸م مقام کې ځای درلود .

دا لوی او تاريخي پرمختګ په وروستيو کلونو کي د افغانستان د فوټسال د پرله‌پسې پرمختګ څرګندونه کوي.

کارپوهان وايي چي د افغانستان او نژدې لوبډلو لکه ويتنام، ازبکستان او عراق تر منځ واټن ډېر کم دی او د دې مقام ساتل دوامداره هڅو او چمتووالي ته اړتيا لري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x