د امریکا د بدن جوړونې په سیالیو کې د علي بلال اتلولي

علي بلال، د افغانستان د بدن جوړونې اتل، په ځلیدونکي اجرا سره وتوانېد چې د امریکا د معتبرو «نیویارک پرو» سیالیو د اتلولۍ لقب د دوهم ځل لپاره ترلاسه کړي او یو ځل بیا د افغانستان د ورزش لپاره نوی ویاړ رامنځته کړي.
د امریکا د بدن جوړونې په سیالیو کې د علي بلال اتلولي

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ علي بلال د افغانستان د بدن جوړونې اتل ، په ځلیدونکي فعالیت سره وتوانېد چې د امریکا د معتبرو «نیویارک پرو» سیالیو د اتلولۍ لقب د دوهم ځل لپاره ترلاسه کړي.

بلال په یوه نږدې او سخته سیالۍ کې د برازیل مشهور سیال «ادوان پالمیرا» ته ماته ورکړه او لومړی مقام یې ترلاسه کړ. په دې سیالیو کې پالمیرا دوهم او د اندونیزیا «ایسا کسیک» درېیم مقام خپل کړ.

د بلال او د برازیل د استازي ترمنځ سیالي د نارینه وو د آزاد فزیک په برخه کې د سیالیو له تر ټولو په زړه پورو برخو څخه وه. ډېرو کارپوهانو او مینه‌والو د سیالیو له پیل مخکې پالمیرا د اتلولۍ اصلي نوماند باله، خو علي بلال د غوره بدني چمتووالي، د عضلو دقیق تفکیک او پیاوړي سټېج اجرا له امله ټولې وړاندوینې بدلې کړې او د خلکو پام یې ځان ته واړاوه.

دغه افغان ورزشکار د لوړ باور او مسلکي اجرا سره وتوانېد یو ځل بیا د نارینه وو د فزیک اتلولي وګټي او خپلې ورزشي کارنامې ته نوی ویاړ ور زیات کړي.

علي بلال تر دې مخکې د ۲۰۲۴ کال د «ارنولډ کلاسیک» اتلولي او په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې د «مستر المپیا» د دوو دورو نایب اتلولي هم ترلاسه کړي ده.

هغه د «نیویارک پرو» له سیالیو وروسته، چې د ۲۰۲۶ کال د مې په ۸ او ۹ نېټه ترسره سوې، اوس یی خپله پاملرنه د «پېټزبورګ پرو» سیالیو ته اړولی ده، چې د ۲۰۲۶ کال د مې په ۱۶ او ۱۷ نېټه به ترسره سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x