د رونالډو او میسي د انسټاګرام د تعقیب کوونکو په شمېر کې میلیوني کمښت

د انسټاګرام د نوې پالیسۍ له عملي کېدو وروسته چې پکښې جعلي، روباټي او غیر فعال حسابونه پاکېږي، د کریستیانو رونالډو او لیونل میسي د تعقیب کوونکو په شمېر کې د پام وړ کمښت راغلی، چې دا موضوع په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
Messi–Ronaldo rivalry

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د انګلیسي ورځپاڼې «ډیلي میرر» راپور ورکړی چې د انسټاګرام د نوې پرېکړې له مخې د جعلي، روباټي او غیر فعال حسابونو د پاکولو وروسته، د رونالډو او میسي له رسمي حسابونو څخه میلیونونه تعقیب کوونکي لیرې سوي دي.

د راپور له مخې، د پرتګالي ستوري کریستیانو رونالډو، چې په انسټاګرام کې تر ټولو ډېر تعقیب کوونکی لري، ۱۸ میلیونه تعقیب کوونکي له لاسه ورکړي دي. د هغه د تعقیب کوونکو شمېر له ۶۸۴ میلیونو څخه ۶۶۶ میلیونو ته راټیټ سوی دی.

همدارنګه د ارجنټاین د فوټبال ستوري لیونل میسي هم شاوخوا ۸ میلیونه تعقیب کوونکي له لاسه ورکړي دي.

تر دې مخکې ځینو کاروونکو ادعا کړې وه چې د رونالډو او میسي د تعقیب کوونکو یوه لویه برخه جعلي او روباټي حسابونه دي، خو د دې خبرې د اثبات لپاره کوم کره سند نه وو وړاندې سوی.

همدارنګه د انسټاګرام مشهوره څېره کایلي جینر هم شاوخوا ۱۵ میلیونه تعقیب کوونکي له لاسه ورکړي دي.

دا نوی پاک‌کاري د انسټاګرام د هغې نوې پالیسۍ برخه ده چې هدف یې د جعلي حسابونو، غیر واقعي فعالیتونو مخنیوی او د کاروونکو د شمېر د شفافیت لوړول بلل سوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x