د معمار خبري آژانس د راپور له مخې ؛ د کرېکټ نړیوالې شورا په خپله وروستی درجه بندۍ کې راشد خان یو ځل بیا د ۲۰ اووریزو او ۵۰ اووریزو سیالیو د نړۍ غوره توپاچوونکی اعلان کړی دی.
راشد خان د تېر کال په درجه بندۍ کې هم د یوې ورځنیو سیالیو د توپاچوونکو په سر کې وو او د ۷۱۰ نمرو په ترلاسه کولو سره یې خپل لومړی مقام ساتلی وو؛ هغه مقام چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر میاشتې راهیسې ورسره وو.
د دې وروستی درجه بندۍ له مخې، د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې بل توپاچوونکی مجیبالرحمن ځدران هم د نړۍ د غوره لسو توپاچوونکو په ډله کې شامل سوی او نهم مقام یې خپل کړی دی.
همدارنګه د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې ځوان لوبغاړی ، عظمتالله عمرزی توانېدلی چې د نړۍ د کرېکټ د غوره لوبغاړو په ډله کې ۲۱م مقام ترلاسه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کرېکټ ستوري راشد خان په دې وروستیو کې څرګنده کړې چې هغه د نورو هېوادونو، په ځانګړي ډول هند او استرالیا، د تابعیت او لوبېدو وړاندیزونه رد کړي او پرېکړه یې کړې چې یوازې د افغانستان لپاره لوبه وکړي.
دغه ۲۷ کلن لوبغاړي په خپل نوي کتاب «راشد خان؛ له کوڅو څخه تر ستوري کېدلو پورې » کې لیکلي چې د هند د کرېکټ غوره لیګ د ۲۰۲۳ فصل پر مهال ورسره د تابعیت د بدلون په اړه غیررسمي خبرې سوې وې.
هغه په خپل کتاب کې لیکلي: «که د خپل هېواد لپاره ونه لوبېږم، د هېڅ بل هېواد لپاره به هم ونه لوبېږم.»




