د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي لوبډلې د جوړېدو هڅې

وروسته له دې چې د افغانستان د ښځو فوټبال د فیفا له خوا په رسمي ډول وپېژندل سوو، خالده پوپل د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي لوبډلي، پخوانۍ لوبغاړې ، د ښځو د فوټبال د استعدادونو د پېژندنې او انتخاب لپاره د نویو پروګرامونو خبر ورکړی، څو یوه پیاوړې ملي لوبډله جوړه سي.
تلاش برای تشکل تیم ملی فوتبال زنان افغانستان

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، وروسته له دې چې د افغانستان د ښځو فوټبال د فیفا له خوا په رسمي ډول وپېژندل سوو، خالده پوپل د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي لوبډلي، پخوانۍ لوبغاړې ، د ښځو د فوټبال د استعدادونو د پېژندنې او انتخاب لپاره د نویو پروګرامونو خبر ورکړی، څو یوه پیاوړې ملي لوبډله جوړه سي.

خالده پوپل، که څه هم د هېواد د ښځو د فوټبال په نړيواله کچه پر رسميت پېژندنه کي مهم رول لري، په وروستيو کي د کاناډا په ټورنټو ښار کي د «د کاناډا د هزاره ګانو د بشري خدمتونو مرکز» د ښځو د فوټبال له لوبډلې او د افغانستان د ملي اولمپيک کميټې له مسوولانو سره ليدنه او خبري کړي دي.

په دې ليدنه کي هغې د فوټبال د انجونو د پراخ ګډون او د ورزشي مسوولینو د همکارۍ ستاينه وکړه، او د ښځو د فوټبال د استعدادونو د پېژندلو او غوره کولو د پلانونو په اړه يې خبري وکړې، څو يوه قوي ملي لوبډله جوړه سي.

پوپل زياته کړه چي د ملي لوبډلي د روزنيز ټيم له ټاکل کېدو وروسته، د سپټمبر له مياشتي څخه به د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه د لوبغاړو د انتخاب طريقې او معيارونه په رسمي ډول اعلان سي.

په دې پروګرام کي ګډون کوونکو ورزشکارانو هم د دې بهير هرکلی کړی دی او ويلي يې دي چي هيله لري د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي لوبډلي جامي واغوندي.

په همدې حال کي د دې مرکز د ښځو د فوټبال د لوبډلي مسوولینو د غوره استعدادونو د پېژندلو او د لوبغاړو د وړتياوو د لوړولو په برخه کي د هدفمندو پروګرامونو د پيلولو پر جدي هوډ ټينګار وکړ.

څو موده مخکې، د کاناډا په ونکوور ښار کي د نړيوال فوټبال فدراسيون په کانګرس کي اعلان وسوو چي د افغان ښځينه کډوالو د فوټبال لوبډله کولای سي د دې بنسټ د پروګرامونو په چوکاټ کي په رسمي ډول فعاليت وکړي؛ یو بې ساری اقدام چي له هېواد څخه بهر د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي لوبډلي د جوړېدو زمينه يې برابره کړې ده.

خالده پوپل د افغانستان د ښځو د فوټبال نړيوالو ډګرونو ته د بېرته ستنېدو له امله د خوښۍ څرګندونه کړې او ټينګار يې کړی دی چي دا لوبډله کولای سي بياځلي د هېواد لپاره په نړيواله کچه وړ استازيتوب وکړي.

همدارنګه هغې د ملي لوبډلي او ورزشکارانو تر منځ د نژدې او دوامداره اړيکو پر جوړولو ټينګار وکړ او هيله يې څرګنده کړه چي دا اړيکه به په پرله‌پسې توګه لا پياوړې سي.

پوپل په پای کي د ورزشي مسوولینو له هغو هڅو څخه مننه وکړه چي د ځوانانو د ودې او د ورزش د پراختيا لپاره يې د فرصتونو د برابرولو په برخه کي کړي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x