د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د کروسیبل په تالار کې د سنوکر د تاریخ په یوه له تر ټولو سختو او له بدلېدونکو شېبو ډکه پایلوبه کې، د چین ۲۲ کلن ستر استعداد ، وو ایزه په یوې زړه راښکونکې لوبه کې ،د ۱۸ پر ۱۷ په پایله کې شان مورفي چې د «جادوګر» په نوم پېژندل کېږي مات کړ او د ۲۰۲۶ کال د سنوکر نړیوالو سیالیو جام یې ترلاسه کړ.
دغه آسیایي استثنايي استعداد چې یوازې پنځه کاله کېږي مسلکي لوبغاړی سوی، اوس د سټیفن هینډري (په ۱۹۹۰ کال کې) وروسته د دې سیالیو تر ټولو ځوان اتل بلل کېږي او د شان مورفي ځای یې د تاریخ د دوهم تر ټولو ځوانو اتلانو په درجه بندۍ کې نیولی دی.
پایلوبه د دواړو لوبغاړو ترمنځ د نږدې او زړه راښکونکې سیالۍ سره مل وه او تر وروستي فریم پورې دواړو د اتلولۍ لپاره سختې هڅې وکړې.
وو ایزه چې د خپل پر مخ وړونکي طریقې له امله د «پلېسټېشن سنوکر» په نوم پېژندل کېږي، له بریا وروسته وویل: ما کلونه د داسې ضربو لپاره تمرین کړی دی. زما مور او پلار زما اصلي اتلان دي؛ له هغه وخته چې ما زده کړې پرېښې دي، پلار مې تل راسره وو او مور مې ډېرې ستونزې زغملي دي. هغوی زما د ځواک سرچینه دي او زه له هغوی سره ډېره مینه لرم.
د دې ځوان لوبغاړي د سیالیو پر مهال ځلېدونکی فعالیت د سنوکر د کارپوهانو او مینهوالو ستاینه ترلاسه کړې او ډېری یې د دې لوبې د راتلونکو ستورو له ډلې څخه ګڼي.




