د افغانستان د ښځینه فوټبال د بېرته ستنېدو په اړه د فیفا نوې پرېکړه

د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) د خپلو مقرراتو په بدلون سره د افغان ښځینه فوټبالرانو د بېرته راستنېدو لپاره د نړیوالو رسمي سیالیو لاره هواره کړې ده او جلاوطنو لوبغاړو ته یې اجازه ورکړې چې د دې ادارې تر څار لاندې سیالیو کې برخه واخلي.
د افغانستان د ښځینه فوټبال د بېرته ستنېدو په اړه د فیفا نوې پرېکړه

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) د خپلو مقرراتو په یوه بدلون سره د افغان ښځینه فوټبالرانو د بېرته ستنېدو لپاره نړیوالو رسمي سیالیو ته لاره هواره کړې ده. د فیفا دغه نوې پرېکړه په جلاوطنۍ کې افغان ښځینه فوټبالرانو ته دا امکان برابروي چې د دې ادارې تر څار لاندې سیالیو کې برخه واخلي.

د افغانستان ښځینه د فوټبال ملي لوبډلې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په هېڅ رسمي نړیواله سیالي کې ګډون نه دی کړی.

دا د قانون بدلون د فیفا د «د افغانستان د ښځینه فوټبال لپاره د اقدام ستراتیژۍ» له مخې سوی چې تېر کال د فیفا شورا لخوا تصویب سوې وه. همدارنګه دا اقدام د «افغان وومن یونایټډ» د جوړېدو وروسته عملي سوی، هغه لوبډله چې د فیفا تر ملاتړ لاندې ده او په بهر کې مېشتو افغان ښځینه فوټبالرانو ته د منظمې لوبې فرصتونه برابروي.

 جیاني انفانتینو ،د فیفا رئیس ویلي: «موږ د هغه لارې څخه چې د افغان وومن یونایټډ سره پیل سوې ویاړ کوو او د دې نوښت له لارې غواړو چې هغوی او همدارنګه هغه نور غړي فدراسیونونه چې نسي کولای ملي لوبډله ثبت کړي، د اړوند کنفدراسیون په همغږۍ سره د راتلونکي ګام د اخیستو امکان ولري.»

فیفا اعلان کړی چې د «افغان وومن یونایټډ» د راتلونکي ترکیب د ټاکلو بهیر پیل سوی دی. دا اداره په انګلستان او استرالیا کې د انتخابي تمریناتي کمپونه جوړوي او نږدې ۹۰ لوبغاړو ته انفرادي ملاتړ برابروي. تمه کېږي چې دا لوبډله د جون په میاشت کې په نړیواله سیالۍ کې میدان ته ووځي او د سیالانو او لوبغالو جزییات به وروسته اعلان سي.

د فیفا په وینا، د افغان ښځو بېرته نړیوال فوټبال ته راستنېدل د طالبانو د ښځو او انجونو پر ژوند د پراخو محدودیتونو په غبرګون کې ترسره کېږي، چې پکښې د زده‌کړې، کار او سپورت محدودیتونه شامل دي؛ دا محدودیتونه ډېری ښځینه لوبغاړې اړ کړې چې افغانستان پرېږدي یا له سپورتي فعالیتونو لاس واخلي.

د ښځینه فوټبال ملاتړو مخکې له دې څو ځله له فیفا غوښتنه کړې وه چې په جلاوطنۍ کې افغان لوبغاړې په رسمیت وپېژني او ملاتړ یې وکړي، څو د دوی مسلکي لاره د داخلي محدودیتونو له امله بنده نه سي.

فیفا همدارنګه ویلي چې په ۲۰۲۱ کال کې یې له افغانستان څخه تر ۱۶۰ زیاتو د خطر سره مخ لوبغاړو، سپورتي چارواکو او د فوټبال او باسکټبال د بشري حقونو مدافعینو ته د وتلو زمینه برابره کړې وه. دا اداره زیاتوي چې دا نوې مقررات به هغه غړو فدراسیونونو ته هم عملي چوکاټ برابر کړي چې د داخلي ستونزو له امله نسي کولای په فیفا سیالیو کې لوبډله ثبت کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x