په کابل کې د دودیزو رزمي لوبو نړیواله مېله د افغانستان په اتلولۍ پای ته ورسېده

په کابل کې د دودیزو رزمي لوبو نړیوالې سیالۍ، چې د اوو هېوادونو د ورزشکارانو په ګډون ترسره سوې وې، د رستمي غېږنیونې په برخه کې د افغانستان د لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
په کابل کې د دودیزو رزمي لوبو نړیواله مېله د افغانستان په اتلولۍ پای ته ورسېده

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د دودیزو رزمي لوبو نړیوالې سیالۍ، چې د اوو هېوادونو د ورزشکارانو په ګډون ترسره سوې وې، د یکشنبې په ورځ د ثور په ۶مه د رستمي غېږنیونې په څانګه کې د افغانستان د لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دغه نړیواله مېله د تېرې پنجشنبې په ورځ په کابل کې پیل سوې وه، چې د افغانستان، قرغیزستان، ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، ایران او ترکیې ورزشکارانو پکښې ګډون کړی وو.

په ټولیز ډول ۱۶۰ ورزشکارانو، چې ۱۰۰ کورني او ۶۰ بهرني ورزشکاران پکښې شامل وو، د کورش، رستمي غېږنیونې او ګښتین‌نیونې (کمربند نیونې) په درېیو څانګو او بېلابېلو وزنونو کې له یو بل سره سیالۍ وکړې.

د سیالیو په پای کې افغانستان د رستمي غېږنیونې په څانګه کې لومړی مقام خپل کړ، ازبکستان دویم او تاجکستان درېیم ځای ترلاسه کړ.

د دغو سیالیو د پای مراسمو کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه، ستاینلیکونه او نغدي جایزې ورکړل سوې.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x