د نړیوالو مدني بنسټونو خبرداری د مینه‌والو لپاره: امریکا ته سفر مه کوئ!

د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام د پیل له نږدې کېدو سره، مدني بنسټونو او د بښنې نړیوال سازمان د امریکا د سختو کډوالۍ تګلارو او د سفر د محدودیتونو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د فوټبال مینه‌وال ښايي له ستونزو سره مخ سي.
د نړیوالو مدني بنسټونو خبرداری د مینه‌والو لپاره: امریکا ته سفر مه کوئ!

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام، چې د امریکا، کاناډا او مکسیکو په ګډ کوربه‌توب ترسره کېږي، د پیل له نږدې کېدو سره د امریکا سختې کډوالۍ تګلارې او د سفر محدودیتونو د فوټبال د مینه‌والو لپاره اندېښنې راپورته کړې دي.

له همدې امله مدني بنسټونو او د بښنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د فوټبال مینه‌وال ښايي له ستونزو سره مخ سي، لکه غیرانساني نیول، د موبایل سختې پلټنې او حتی امریکا ته د داخلېدو له مخنیوی سره مخ سي.

په همدې تړاو، مدني بنسټونو او د بښنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د فوټبال مینه‌وال ښايي له ستونزو سره مخ سي، لکه اوږدمهاله نیول، د شخصي وسایلو او موبایلونو سختې پلټنې، او حتی امریکا ته د داخلېدو مخنیوی.

په ورته وخت کې راپورونه ښايي چې لوبغاړي له دغو محدودیتونو معاف دي، خو د فوټبال مینه‌وال، په ځانګړي ډول د هغو هېوادونو وګړي چې د سفر محدودیتونو لاندې دي، د ویزې د ترلاسه کولو له یوه پېچلي بهیر سره مخ دي.

سره له دې، اندېښنې د ویزو د صدور د ځنډ او د غوښتنلیکونو د رد کېدو په اړه زیاتې سوې دي، او ویل کېږي چې دا وضعیت ښايي د ټرمپ د ادارې لپاره نوې رسوایي وګرځي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x