د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی دی چي ټاکل سوې ده افغانستان د ثور په درېيمه نېټه، د پنجشنبې په ورځ، په کابل کي د دوديزو رزمي ورزشونو سامبو او کورش نړيوالو سياليو کوربه وي.
د ياد وزارت د مالي او اداري چارو مرستيال ويلي دي چي په دې سياليو کي د سيمې له ٧ هېوادونو څخه شاوخوا ٦٠ ورزشکاران ګډون کوي.
د محمد نعيم وردګ په وينا، په همدې وخت کي به د سامبو، کورش او ځينو نورو دوديزو لوبو داخلي سيالۍ هم د سلو افغان ورزشکارانو په ګډون ترسره سي.
احمدالله وثيق، د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رييس هم ويلي دي چي په دې سياليو کي د افغانستان، تاجکستان، ازبکستان، قرغيزستان، ترکمنستان، ترکيې او ايران شاوخوا ۱۶۰ ورزشکاران ګډون کوي.
د دې سياليو د جوړېدو موخه د سيمهايزو هېوادونو تر منځ د ورزشي همکاريو پياوړتيا او د نژدې اړيکو رامنځته کول بلل سوي دي.
دا پېښه په کابل کي د وروستيو کلونو له سترو ورزشي پېښو څخه ګڼل کېږي او تمه کېږي چي د ورزشي مينهوالو له پراخ هرکلي سره مخ سي.
طالبانو ويلي دي چي د دې سياليو ترسره کېدل په افغانستان کي د ورزشي لاسته راوړنو د پراختيا او پياوړتيا لپاره يو مثبت ګام ګڼل کېږي.




