د معمار خبري اژانس د راپور له مخې ، لیونل مسي، د ارجنټاين ستوری او د سرو زرو د اتو توپونو ګټونکی، د کورنلا کلب د اخيستو معامله په رسمي ډول بشپړه کړې او د دې کلب نوی مالک ګرځېدلی دی چې د بایش یوبروګات سيمې پورې تړاو لري. په دې اقدام سره مسي له بارسلونا ښار سره خپل نږدې اړيکې لا پياوړې کړې او يو ځل بيا يې د کتلونيا د سپورټ او سيمهایزو استعدادونو د ودې لپاره خپله ژمنتيا څرګنده کړه؛ هغه اړيکې چې د هغه د بارسلونا د لوبېدو له دورې سره تړاو لري او تر اوسه لا هم دوام لري.
د کورنیا کلب چي په ۱۹۵۱ کال کي جوړ سوی، د کتلونيا او د هسپانيا په ملي کچه د فوټبال يو له پخوانيو کلبونو څخه دی. دا کلب د خپل تاريخ په اوږدو کي د ځوانانو د روزنې او اکاډمۍ د قوي کار له امله پېژندل سوی او د نيمه مسلکي فوټبال په لوړه کچه کي د سيالۍ وړتيا لري او د ځوانو لوبغاړو د روزنې يو مهم مرکز ګڼل کېږي.
د لیونل مسي راتګ د کورنیا کلب په تاريخ کي يو نوی پړاو پيلوي. د هغه موخه د کلب د ورزشي او جوړښتي پرمختګ لوړول، د بنسټونو پياوړتيا او پر استعدادونو دوامداره پانګونه ده. دا پروژه د اوږدمهاله پلان پر بنسټ ولاړه ده او د ستراتيژۍ، هيلې او ثبات ګډ ترکيب لري.
کورنیا په اوس وخت کې د پلیآف په ځای کې قرار لري (د جدول په درېیم مقام کې، د مستقیم صعود څخه د ۵ امتیاز په واټن سره) او د دوهمې درجې لیګ ته د تلو لپاره هڅې کوي؛ هماغه کچه چې اوس پکښې د بارسلونا دوهمه لوبډله او اسپانیول هم سیالي کوي.




