د معمار خبري اژانس د راپور له مخي ؛ د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلي غړی عليرضا پناهي ، د هېواد د فوټبال د غوره څېرو د پنځم پړاو مراسمو په ترڅ کي د کال د غوره لوبغاړي د سرو زرو توپ تر لاسه کړ.
دا وياړ د روزونکو، لوبډلمشرانو او ورزشي خبريالانو د رايو پر بنسټ هغه ته ورکړل سوی، او پناهي د افغانستان د فوټبال د کال د غوره لوبغاړي په توګه وپېژندل سو.
دا مراسم په هرات کي جوړ سوي وو او پکښي د فوټبال د بېلابېلو برخو غوره څېرو ته ستاينليکونه او وياړونه ورکړل سول.
پناهي، چي د فراه د ابومسلم لوبډلي او د افغانستان د ملي لوبډلي لپاره لوبېږي، د وروستيو نوماندانو له ډلي، چي فرهاد عليزاده او فرزاد عطايي هم پکښي شامل وو، سيالي وګټله او دا جايزه يې خپله کړه.
هغه په تېر پړاو کي، که د لوبډلو په سياليو کي وو او که د ملي لوبو په ډګر کي، ډېر ښه ځلېدلی او د افغانستان د فوټبال له مخکښو لوبغاړو څخه بلل سوی دی.
د يادوني وړ ده چي دا کلنۍ غونډه هر کال د «فوټبال سي» رسنۍ له خوا جوړيږي، او پايلې يې د روزونکو، لوبډلمشرانو او ورزشي خبريالانو د رايو له مخي اعلانيږي. دغې رسنۍ په تېرو کلونو کي هم د رايو جزييات په روڼ ډول خپاره کړي دي.




