د معمار خبري اژانس د راپور له مخي ؛ راشد خان، د افغانستان نامتو د کرېکټ لوبغاړی، د نړيوال کرېکټ د لوبغاړو د سلاکارې جرګې د نوي غړي په توګه وټاکل سو.
د نړيوال کرېکټ ټولني د دې جرګې په جوړښت کي د نويو بدلونونو په اعلان سره ټينګار کړی دی چي د نړيوال کرېکټ په لويو پرېکړو کي به د لوبغاړو ونډه او ږغ تر پخوا ډېر پياوړی سي.
د دې بنسټ د خبرپاڼې له مخي، راشد خان د سريلانکا له چاماري اتاپاتو او د ايټاليا له وين مېډسن سره يو ځای د لوبغاړو د سلاکارې جرګې په جوړښت کي ور زيات سوی دی.
همدارنګه د نيوزيلنډ داريل مېچل او مادي ګرېن هم د نويو غړو په توګه ورپېژندل سوي دي.
دا جرګه د نړۍ د کرېکټ له يو شمېر نوميالو څېرو جوړه ده، چي پت کامنز، جېسن هولډر، هېدر نايټ او ايډن مارکرام هم پکښي شامل دي، او له نورو لوبغاړو سره يو ځای د دې ورزش د نړيوالو مهمو چارو په اړه سلامشورې ورکوي.
د نړيوال کرېکټ ټولني ويلي دي چي دا بدلونونه له ملي لوبډلو سره د وروستيو ناستو وروسته، او د دې ورزشی لوبې د راتلونکي په ټاکنه کي د لوبغاړو د ونډې د پياوړتيا په موخه رامنځته سوي دي.
د لوبغاړو سلاکاره جرګه، چي په ۲۰۱۸ کال کي جوړه سوې ده، د دې بنسټ له مهمو ستنو څخه ده او د بېلابېلو هېوادونو د لوبغاړو نظرونه او وړانديزونه د نړيوالو سياليو، نړيوال پلان جوړوني او د لوبغاړو د حقونو په برخو کي وړاندې کوي.
د دې بنسټ چارواکو ټينګار کړی دی چي په اوسني حالت کي د نړۍ په کچه د لوبغاړو همکاري او يووالی د کرېکټ د ودې، ټينګښت او راتلونکي بريا لپاره ځانګړی ارزښت لري.




