په بغلان ولایت کې یوې سیمه ایزې سرچینې د یو ځوان ورزشکار د وژل کېدو خبر ورکړي. د دې سرچینو په وینا، دا پېښه د نامعلومو وسلهوالو کسانو لخوا د برید په پایله کې رامنځته سوې ده.
د سرچیني په وینا ،دغه ځوان حمیدالله نومېدی او مخکې یې د دوکاندارۍ کار کاوه.
د ورکړل سویو معلوماتو له مخې، دا پېښه د حمل په ۱۵مه نېټه د پلخمري ښار د دویمې ناحیې اړونده سیمې کې هغه وخت سوې کله چې نامعلومو وسلهوالو هغه په نښه کړی او وژلی یې دی.
سرچینې زیاتوي چې د دې پېښې دوه عاملین له سیمې تېښته کړې او د طالبانو ځواکونو تر اوسه نه دي توانیدلي چې هغوی ونیسي. ویل سوي چې دوه نور مشکوک کسان د دې قضیې په تړاو نیول سوي، خو تر اوسه حاضر نه دي چې د خپلو هم لاسه ملګرو په اړه معلومات ورکړي.
په ورته وخت کې، ځینې سرچینې ادعا کوي چې طالبانو له یو شمېر عاملینو سره د همکاري اټکل سوې؛ ادعا چې تر اوسه په رسمي ډول نه ده تایید سوې او نه رد سوې.
د سیمې اوسېدونکي د پلخمري ښار په جنايي فعالیتونو اندېښمن دي او وايي چې د دې پېښې ترڅنګ د غلا او ترهګرۍ کچه هم په ښار کې لوړه سوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د واک ته له راستنېدو وروسته تل د افغانستان په کچه د امنیت د تأمین ټینګار کړی دی.




