د افغانستان دویم پرله‌پسې بری د بزکشي په نړیوالو سیالیو کې

د افغانستان د بزکشي لوبډلي په خپل دویمي سیالۍ کې په نړیوالو سیالیو کې، د ۵ پر صفر پایله سره د روسیې لوبډلي ته ماتې ورکړه.
د افغانستان دویم پرله‌پسې بری د بزکشي په نړیوالو سیالیو کې

د افغانستان ملي لوبغاړو د چهارشنبې په ورځ په دې سیالیو کې خپل ځلانده فعالیت ښکاره کړ او وتوانېدل چې روسیې ته د بشپړ ۵ پر صفر ماته ورکړي.

د افغانستان لوبډلي مخکې په خپل لومړي سیالۍ کې هم د مجارستان لوبډلي ته ماتې ورکړې وه، او د دوو پرله‌پسې بریاوو سره یې په جدول کې ښه ځای ترلاسه کړی دی.

د افغانستان ملي لوبغاړي به په خپل درېیم ګروپي سیالۍ کې د مغولستان لوبډلي سره مخ سي.

د بزکشي نړیوالې سیالۍ د قزاقستان په ترکستان ښار کې ترسره کېږي، او پکښې د افغانستان، قزاقستان، مغولستان، روسیه، چین، تاجیکستان، ازبیکستان، مجارستان او ترکیې لوبډلې ګډون کوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x