راشد خان د وروستیو بریدونو د پایلو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او له نړیوالو بنسټونو یې وغوښتل چې دا پېښه په خپلواکه او روښانه توګه وڅېړي.
هغه ټینګار کړی چې د ملکي خلکو او استوګنیزو سیمو په نښه کول باید په جدي ډول وڅېړل سي او د دې کار کوونکي باید ځواب ووايي.
د دې مشهور ورزشي څېرې غوښتنه داسې مهال کې کېږي چې په وروستیو اوونیو کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ نښتې او پوځي تاوتریخوالی زیات سوی او د ملکي تلفاتو په اړه اندېښنې ډېرې سوې دي.
د راشد خان څرګندونو په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه راپارولي او یو شمېر کاروونکو هم د دې بریدونو د بېطرفه پلټنې غوښتنه کړې ده.




