راشد خان، د افغانستان د کرکټ پېژندل سوی او نړیوال ستورې، وویل چې هیله لري په راتلونکي کې د افغانستان د ښځو د کرکټ ملي لوبډله په نړیوالو سیالیو کې وویني.
راشد خان د ۲۰ آووره د نړیوال جام د پرانستونکې لوبې نه مخکې، د افغانستان د ښځو د کرکټ د ملي لوبډلې د جوړېدو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «هو، بېشکه.»
هغه زیاته کړه چې د ښځو د کرکټ ملي لوبډلې درلودل د نړیوال کرکټ شورا (ICC) د معیارونو او شرایطو له ډلې څخه دی، څو افغانستان د بشپړ غړي په توګه ومنل سي.
راشد خان وویل : «د نړیوال کرکټ شورا او د افغانستان د کرکټ هیئت ښه پوهیږي، خو موږ غواړو هرڅوک چې د افغانستان استازیتوب کوي، په ډګر کې ووینو.»
راشد خان ټینګار وکړ چې د ښځو ګډون په کرکټ کې د افغانستان د کرکټ هیئت او نړیوال کرکټ شورا پرېکړې پورې اړه لري او هغه د یوې لوبغاړي په توګه په دې برخه کې ډېره واک نه لري.
هغه وویل: «موږ په داسې وضعیت کې یو چې واقعاً ډېر رول نه سو لرلای. ولی ملاتړ تل شتون لري، خو په پای کې ځواکمن کسان پرېکړه کوي.»
د راشد خان څرګندونې د فیروزه افغان له سخت غبرګون سره مخ سوې؛ فیروزه افغان د افغانستان د ښځو د ملي کرکټ پخوانۍ لوبغاړې ده چې اوس له فعالیت څخه پاتې سوې ده.
فیروزه افغان په خپل انسټاګرام کې لیکلي چې د کرکټ نړیوالې شورا په ۲۰۱۷ کال کې افغانستان ته بشپړ غړیتوب ورکړ، پرته له دې چې د ښځو کرکټ لوبډله ولري، او د نړیوالو قوانینو سرغړونه یې کړې.
هغې دا پرېکړه «یو مستقیم او ویجاړونکی ټکان» د افغانستان د ښځو د کرکټ لپاره وبلله او زیاته یې کړه چې د افغانستان د کرکټ هیئت له دې حالت څخه ناوړه ګټه اخیستې او دا روایت یې تقویه کړی چې یوازې د نارینه وو لوبډله مستحقه دی او د ښځو لوبډله غیرضروري ده.
فیروزه افغان د راشد خان د خبرو په اشاره لیکلي چې له داسې «بې پروا او زیان رسوونکي» پرېکړې سره، نه سي ویلای چې نړیوال کرکټ شورا او د افغانستان کرکټ هیئت «ښه پوهېږي».
هغې ټینګار وکړ: که واقعاً داسې وای، د افغانستان ښځو کرکټ لوبډله به له منځه نه وای تللی . افغانستان له مخکې څخه د ښځو د کرکټ لوبډله لري.
د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته، ښځو او انجونو ته په افغانستان کې د ورزش کولو اجازه نه ده ورکړل سوې او ټول د ښځو ملي لوبډلې ، له هغې جملې څخه د ښځو د کرکټ ملي لوبډله، له منځه تللي ده.
سره له دې، راشد خان مخکې هم د افغانستان د ښځو او انجونو د زدهکړې د حق څخه ملاتړ کړی، که څه هم د هغه اړیکې د طالبانو د ځینو چارواکو سره تل په ټولنیزو شبکو کې بحث پاروونکې وې.
معلومات ښايي چې د افغانستان د کرکټ هیئت په ۲۰۲۰ کال کې ۲۵ ښځینه لوبغاړې لرلې، خو د کابل د سقوط وروسته، ډېری یې استرالیا، کاناډا او برتانیې ته پناه وړي ده . اوس ډېرې پخوانۍ لوبغاړې په کانبرا او میلبرن ښارونو کې ژوند کوي او د محلي کلبونو لپاره لوبې کوي.




