غیر رسمي؛ د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د آسیا په کچه څلورم مقام ته ورسېده

ورزشي سرچینو خبرداری ورکړی چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د آسیا په وروستۍ درجه‌بندي کې څلورم مقام ته رسیدلی؛ دغه مقام که رسمي تأیید سي، د افغانستان د فوټسال تر ټولو غوره تاریخیزه موقعیت به وي.
غیر رسمي؛ د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د آسیا په کچه څلورم مقام ته ورسېده

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛  ورزشي سرچینې ویلي چې زموږ د هېواد د فوټسال ملي لوبډله  د آسیا په وروستۍ درجه‌بندي کې څلورم مقام ته رسیدلی؛ دغه مقام که رسمي تأیید سي، د افغانستان د فوټسال تر ټولو غوره تاریخیزه موقعیت به وي.

ورزشي خبري سرچینې وایي، که څه هم د نړۍ او آسیا د ملي فوټسال لوبډلو رسمي درجه‌بندي لا نه‌ده خپره سوې، خو باوري غیر رسمي راپورونه ښايي چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د آسیا په څلورو غوره لوبډلو کې ځای موندلی دی .

د راپورونو له مخې، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د ایران، جاپان او اندونیزیا وروسته په آسیا کې څلورم مقام لري.

دا پرمختګ په داسې حال کې رامنځته سوی چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د آسیایی ملتونو په سیالیو کې د ګروپي پړاو په جریان کې غوره او د پام وړ فعالیتونه ترسره کړل، او سره له دې چې له خپل ګروپ څخه یې پورته سوه، په یو-څلورم پایلوبه کې د جاپان پر وړاندې له سیالیو وایستل سوه.

د لوبډلي وروستي رسمي او دوستانه لوبې هم د دې سبب ګرځېدلي چې د افغانستان د احتمالي مقام په لوړیدو کې اغېز ولري.

افغانستان په پخوانۍ درجه‌بندي کې په آسیا کې اووم مقام او په نړۍ کې ۲۸م ځای درلود. د څلورم مقام ترلاسه کول—که رسمي سي—د افغانستان د فوټسال تر ټولو غوره تاریخیزه مقام به وي.

د باخبره سرچینو له وینا سره سم، تمه کیږي چې رسمي درجه‌بندي به د افریقا د ملتونو سیالیو د پای ته رسیدو وروسته خپره سي. تر هغه وخته پورې، دا معلومات یوازې د غیررسمي راپورونو په توګه پاتې دي او باید د فوټسال نړیوالو ادارو د وروستي اعلان انتظار وسي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x