د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د افغانستان د کریکټ ادارې خبر ورکړی چې د افغانستان د نولس کلنو څخه د ټیټ عمر لرونکو لوبډله به د ۲۰۲۶ کال د نړیوال کرېکټ شورا د نارینه وو د ۱۹ کلنو د نړیوال جام په سیالیو کې ګډون کوي.
د ادارې د خپرې سوې خبرپاڼې له مخې، د افغانستان لوبډله په دې سیالیو کې په څلورم ګروپ کې د سویلي افریقا، لوېدیځو ټاپوګانو او تانزانیا له لوبډلو سره په یوه ګروپ کې ځای لري.
دغه سیالۍ به د ۲۰۲۶ کال د مرغومي د ۲۷مې نېټې څخه د نامیبیا د پلازمېنې «ویندهوک» ښار کې پیل سي.
د افغانستان د نولس کلنو څخه د ټیټ عمر لرونکو لوبډله به خپله لومړنۍ لوبه د سویلي افریقا د لوبډلې پر وړاندې وکړي او د لوبډلې موخه د تنکیو لوبغاړو د تجربې لوړول او د راتلونکو سترو سیالیو لپاره بشپړ چمتووالی ښودل سوی دی.




