د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي چې د لوبغاړو د ویزو د ناوخته صادرېدو موضوع یې په رسمي ډول د آسیا فوټبال کنفدراسیون ته وړاندې کړې ده. فدراسیون زیاته کړې چې د پاکستان لهخوا د ویزو د صادرېدو په ځنډ کېدو سره، دا موضوع په رسمي ډول د AFC سره ثبت سوې ده. د افغانستان او پاکستان ملي لوبډلې ټاکل سوې چې د پنجشنبې په ورځ، د میزان په ۱۷مه، د آسیا د ملتونو د جام د مقدماتي سیالیو په لړ کې، د اسلامآباد ښار په جناح لوبغالي کې د یو بل پر وړاندې لوبه وکړي. فدراسیون ټینګار کړی چې د ملي لوبډلې د غړو لومړنی لست یې د سپتمبر په ۱۸مه د پاکستان سفارت ته استولی وو، خو د پرلهپسې اړیکو او رسمي تعقیبونو سره سره، تر اوسه د لوبغاړو او د ټیم د نورو غړو ویزې نه دي صادر سوې. دغه فدراسیون یادونه کړې چې د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړي باید له اروپایي هېوادونو، استرالیا، امریکا، کاناډا او نورو آسیایي هېوادونو څخه پاکستان ته سفر وکړي، او د ویزو په صادرېدو کې ځنډ د ټیم د پلان سوې برنامې ګډوډۍ سبب سوی دی. په اعلامیه کې راغلي چې دا ځنډ به ددې لامل سي چې لوبغاړي پرته له تمریني غونډو او لازمې چمتووالي د کوربه ټیم پر وړاندې ولوبېږي، چې دا کار به د ټیم پر فعالیت منفي اغېز ولري. د افغانستان د فوټبال فدراسیون له آسیا فوټبال کنفدراسیون څخه غوښتي چې په دې برخه کې مداخله وکړي او ستونزه حل کړي، څو په سیالیو کې عدالت وساتل سي.
- د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د ویزو بحران
د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی چې د پاکستان لهخوا د ملي لوبډلې د لوبغاړو د ویزو په صادرولو کې د ځنډ، موضوع یې د فوټبال کنفدراسیون (AFC) له لارې تعقیب کړې ده.

- 64
- کې خپور شو 5:44 ب.ظ
- د خبر شمیره 152089
- 15 میزان 1404
- کې خپور شو 5:44 ب.ظ
- د خبر شمیره 152089
- 15 میزان 1404
- تازه تازه 17:44 - 15 میزان 1404
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=152089
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه

د ۲۰۲۶ نړیوال جام ټول ریکارډونه او شمېرې
13:53 - 29 سرطان 1405

د ۲۰۲۶ نړیوال جام پایلوبه؛ د سپورت په تاریخ کې تر ټولو ګرانه سیالي؟!
13:54 - 27 سرطان 1405

د ۲۰۲۶ نړیوال جام د پایلوبې او د درېیم مقام د لوبې مهالوېش اعلان سو
12:48 - 25 سرطان 1405

د ۲۰۲۶ نړیوال جام؛ هسپانیې په پیاوړي بری سره د نړیوال جام پایلوبې ته لار وموندله
15:18 - 24 سرطان 1405