د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې د هېواد د ویلچېر ملي کرکټ ټیم د یو لړ دوستانه سیالیو د ترسره کولو په موخه پاکستان ته تللی دی. د خپرو سویو معلوماتو پر بنسټ، ټاکل سوې ده چې د دې سفر پر مهال د افغانستان او پاکستان د ټیمونو تر منځ څلور دوستانه شل اوریزه سیالۍ ترسره سي. یادې سیالۍ د ۱۴۰۴ لمریز کال د میزان له ۷مې څخه تر ۱۰مې نېټې پورې د پاکستان په خاوره کې ترسره کېږي. د افغانستان کرکټ بورډ ددې سفر موخه د دواړو هېوادونو تر منځ د ورزشي اړیکو پراختیا او د معیوبو ورزشکارانو لپاره د لا ډېرو فرصتونو برابرول بللي دي. د دې ترڅنګ، په سیمه ییزه کچه د ځانګړو ورزشونو د پاملرنې له زیاتوالي سره، دغه سیالۍ کولای سي د ویلچېر کرکټ د ودې او پیاوړتیا په لور مهم ګام وي.
- د معیوبینو ملي کرکیټ ټیم
د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې د هېواد د ویلچېر ملي کرکټ ټیم د څلورو دوستانه شل اوریزه سیالیو لپاره پاکستان ته سفر کړی دی.

- 151
- کې خپور شو 4:01 ب.ظ
- د خبر شمیره 150652
- 6 میزان 1404
- کې خپور شو 4:01 ب.ظ
- د خبر شمیره 150652
- 6 میزان 1404
- تازه تازه 16:01 - 6 میزان 1404
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=150652
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، شنبه، سرطان ۲۱
18 hours پیش


قزاقستان: افغانستان د سیمې د هېوادونو د امنیت لپاره ګواښ نه ګڼل کېږي
13:29 - 13 سرطان 1405

طالبانو او بنګلهدېش د اقتصادي همکاریو ظرفیتونه وڅېړل
13:14 - 13 سرطان 1405