د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د ایران اسلامي جمهوریت د ورزش او ځوانانو وزیر دنیامالي په دې لیدنه کې چې له علیرضا بیکدلي، په کابل کې د ایران له سرپرست سفیر، او په هرات کې له سرقونسل سره ترسره سوه، د افغانستان سره د قهرماني او عامه سپورټونو په برخه کې د همکاریو د پراختیا غوښتنه وکړه. په دې لیدنه کې چې د دواړو هېوادونو د لا زیاتو همکاریو د لارو چارو د ارزونې لپاره ترسره سوه، دنیامالي ټینګار وکړ چې ایران چمتو دی خپلې تجربې د افغانستان سره په بېلابېلو سپورټي برخو کې شریکې کړي او د دواړو هېوادونو د ورزشکارانو د ګډ ګډون زمینه په سیمهییزو او نړیوالو سیالیو کې برابره کړي. علیرضا بیکدلي هم د ایران او افغانستان ترمنځ د سپورټي ډیپلوماسۍ د وده کوونکي بهیر په یادولو سره، د سپورټي پلاوو د تبادلې او د ګډو تمریني کمپونو د جوړولو پر اړتیا ټینګار وکړ. هغه وویل چې د سپورټي همکاریو پیاوړتیا کولای سي د دواړو هېوادونو د خلکو د لا نږدې کېدو لامل سي او د فرهنګي اړیکو د پراختیا لپاره زمینه برابره کړي. دا لیدنه داسې مهال ترسره کېږي چې د افغانستان ځینې ورزشي فدراسیونونو په وروستیو میاشتو کې د تخنیکي او روزنیز ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول ایران ته مخه کړې ده.
- د ایران او افغانستان سپورټي همکارۍ
دنیامالي، د افغانستان لپاره د ایران له سرپرست سفیر او د ایران له سرقونسل سره په یوه لیدنه کې، له افغانستان سره د قهرماني او عامه سپورټونو په برخه کې د پراخو همکاریو د ترسره کولو چمتووالی اعلان کړی دی.

- 64
- کې خپور شو 2:25 ب.ظ
- د خبر شمیره 149752
- 1 میزان 1404
- کې خپور شو 2:25 ب.ظ
- د خبر شمیره 149752
- 1 میزان 1404
- تازه تازه 14:25 - 1 میزان 1404
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=149752
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه

د ۲۰۲۶ نړیوال جام ټول ریکارډونه او شمېرې
13:53 - 29 سرطان 1405

د ۲۰۲۶ نړیوال جام پایلوبه؛ د سپورت په تاریخ کې تر ټولو ګرانه سیالي؟!
13:54 - 27 سرطان 1405

د ۲۰۲۶ نړیوال جام د پایلوبې او د درېیم مقام د لوبې مهالوېش اعلان سو
12:48 - 25 سرطان 1405

د ۲۰۲۶ نړیوال جام؛ هسپانیې په پیاوړي بری سره د نړیوال جام پایلوبې ته لار وموندله
15:18 - 24 سرطان 1405