اشرف غني: د پاکستان بریدونو د افغانستان وضعیت نور هم بحراني کړی دی

اشرف غني، د افغانستان پخواني ولسمشر ، د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په غبرګون کې ، چې د پکتیکا، پکتیا او کونړ ولایتونو پر سیمو ترسره سوي، ویلي چې دغه پېښې د بحران نوي پړاو ته د افغانستان د داخلېدو نښه ده.
اشرف غني: د پاکستان بریدونو د افغانستان وضعیت نور هم بحراني کړی دی

د معمار خبري آژانس د راپور له مخي؛ اشرف غني، د افغانستان پخواني ولسمشر ، د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په غبرګون کې ، چې د پکتیکا، پکتیا او کونړ ولایتونو پر سیمو ترسره سوي، ویلي چې دغه پېښې د بحران نوي پړاو ته د افغانستان د داخلېدو نښه ده . نوموړي ویلي چې دغه بریدونه د هېواد لپاره جدي انساني او سیاسي پایلې لري.

ښاغلي غني ویلي چې د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو وژل کېدل او ټپي کېدل د روان بحران ژوروالی او د افغانستان د امنیتي وضعیت کمزورتیا څرګندوي.

پخواني ولسمشر په خپل پیغام کې دغه بریدونه یوازې امنیتي پېښه نه ده بللې، بلکې هغه یې د یوې لا پېچلې سیاسي او امنیتي وضعیت برخه ګڼلې او ویلي یې دي چې افغانستان داسې پړاو ته روان دی چې پکښې بې‌ثباتي او بهرني فشارونه هم‌مهاله زیاتېږي.

هغه د هېواد عمومي وضعیت ته په اشاره ویلي چې افغانستان په وروستیو کلونو کې له سیمه‌ییز او نړیوال تعامل څخه لیرې سوی او د انزوا په لور روان سوی دی.

هغه زیاته کړې چې دغه وضعیت د تاوتریخوالي پېښو پر وړاندې د نړۍ د اغېزمنې پاملرنې او غبرګون کموالی رامنځته کړی دی.

ښاغلي غني همدارنګه د هېواد د اوسني وضعیت په اړه پوښتنې مطرح کړي او ویلي یې دي چې وګړي حق لري چې پوه سي ولې د امنیت ژمنې عملي نه سوې، ولې هېواد د پرله‌پسې بحرانونو په کړۍ کې راګیر سوی او ولې د افغانستان پر ملي حاکمیت د سرغړونو په وړاندې قوي او اغېزمن نړیوال غبرګون نه څرګندېږي.

هغه ویلي چې د اوسني وضعیت دوام کولای سي د سیاسي ثبات، ملي امنیت او اقتصادي راتلونکي لپاره جدي پایلې ولري او زیاتوي چې د وګړو او حاکم جوړښتونو ترمنځ واټن هېواد لا ډېر زیانمن کړی دی.

د افغانستان پخواني ولسمشر همدارنګه د یوې پراخې ملي هوکړې د پیل پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان راتلونکی باید د ملي اجماع، د ټولو سیاسي جریانونو د ګډون او د ملي ګټو د ګډ تعریف پر بنسټ جوړ سي.

هغه د خپل پیغام په پای کې ویلي چې د روانو بحرانونو تل پاتې حل یوازې د ملي هوکړې ، د تاوتریخوالي د کمولو او د هېواد د لویو سیاستونو د بیاکتنې له لارې ممکن دی او خبرداری یې ورکړی چې د اوسني وضعیت دوام به د افغان ولس لپاره درنې پایلې ولري.

پاکستان تېر ماښام یو ځل بیا د افغانستان سرحدي سیمې د هوايي بریدونو هدف وګرځولې.

په دغو بریدونو کې د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ، د پکتیا څمکني او د کونړ منوره بمبار سوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه چارو دفتر (یوناما) تایید کړې چې په دې بریدونو کې لږ تر لږه ۲۸ ملکي وګړي وژل سوي او ۴۹ نور ټپیان سوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x