مایک پامپئو، د امریکا پخواني د بهرنیو چارو وزیر، له طالبانو سره د ټرمپ د لومړۍ ادارې د مذاکراتو دفاع کړې او د افغانستان پخوانی ولسمشر اشرف غني یې «یو له تر ټولو فاسدو مشرانو» څخه بللی چې ورسره مخ سوی وو.
پامپئو ادعا کړې چې اشرف غني د افغانستان د ستونزې د حل اراده نه لرله او له موجود حالت څخه خوښ وو. د هغه په وینا، د افغانستان حکومت ونه توانېد چې د خلکو بنسټیزې اړتیاوې پوره کړي، په داسې حال کې چې طالبان لا هم د پرمختګ په حال کې وو.
هغه دغه څرګندونې په Dartmouth College کې په یوې غونډې کې مطرح کړي او زیاته یې کړه چې هم ډونالډ ټرمپ او هم جو بایډن د امریکا د حضور د پای ته رسولو له شعار سره انتخاباتي سیالۍ ته داخل سوي وو.
د هغه په خبره، د ټرمپ د حکومت موخه د خبرو له لارې یوې حللارې ته رسېدل وو؛ هغه بهیر چې کېدای سول د کولمبیا یا سویلي افریقا د سولې د بهیر په څېر حتی لس کاله وخت ونیسي.




