د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ اشرف غني، د افغانستان پخواني ولسمشر، په هرات کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی او د پاکستان وروستي هوايي بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې افغانستان له ډېرو لوړو ژورو وروسته د ژوند او مرګ د لارې دوهلارې ته رسېدلی دی. هغه ویلي چې د دې حالت بنسټ د مشروعیت د نشتوالي په کړکېچ کې پروت دی.
اشرف غني، د افغانستان پخواني ولسمشر، په هرات کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی او د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په غندلو سره ویلي چې افغانستان له ډېرو لوړو ژورو وروسته د ژوند او مرګ د لارې دوهلارې ته رسېدلی دی.
هغه ویلي چې د دې حالت بنسټ د مشروعیت د نشتوالي په کړکېچ کې پروت دی.
هغه د دغو پېښو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره لیکلي چې د هرات له پېښو، چې پکښې له ښځو سره تاوتریخوالی سوی، د «زړه له کومي اغېزمن او دردمن» سوی دی.
د افغانستان پخواني ولسمشر همدارنګه د پاکستان هوايي بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې په دې بریدونو کې ډېر شمیر ملکي وګړي وژل سوي او ټپیان سوي دي. هغه د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
هغه ویلي چې له اوسني حالت څخه د وتلو لپاره ګډ فکر او ګډو هڅو ته اړتیا ده، څو هېواد بیا د سمې لارې پر لور ولاړ سي.
هغه د خپل پیغام په دوام کې یې ویلي چې د ملي ګټو او د وګړو د غوښتنو په اړه په بحث کې د تلپاتې ملي او سیمهییزې سولې اړینه مسئله له پامه نه سي غورځول کېدای. د هغه په وینا، پر افغانستان د یوې ډلې د ارادې منل دا هېواد تلپاتې سولې ته نه سي رسولای.
د افغانستان پخواني ولسمشر ټینګار کړی چې د افغانانو ګډ عقل دا غوښتنه کوي چې د خپل له لاسه وتلي اساسي موخې، یعنې تلپاتې سولې، د ترلاسه کولو لپاره هڅې وکړي.




