د محرم په ورځو کې د وروستیو محدودیتونو په اړه د افغانستان د شیعه علماوو د شورا اعلامیه

د افغانستان د شیعه علماوو شورا په یوه اعلامیه کې د محرم په ورځو کې د وروستیو محدودیتونو او د طالبانو د عدلیې وزارت له لوري د خاتم‌النبیین (ص) د دیني مدرسې او د تمدن تلویزیوني شبکې د تړل کېدو په غبرګون کې ویلي چې دا اقدامات د شیعه ټولنې ترمنځ د پراخې اندېښنې سبب سوي دي او غوښتنه یې کړې چې دا مرکزونه دې ژر تر ژره بېرته پرانیستل سي او د محرم د مراسمو د ترسره کولو لپاره دې د مخکې له مخکې هوکړه سوي چوکاټونه وساتل سي.
د محرم په ورځو کې د وروستیو محدودیتونو په اړه د افغانستان د شیعه علماوو د شورا اعلامیه

د معمار خبري آژانس د راپور له مخي ؛ د افغانستان د شیعه علماوو شورا په یوه اعلامیه کې د محرم په ورځو کې د وروستیو محدودیتونو او د طالبانو د عدلیې وزارت له لوري د خاتم‌النبیین (ص) د دیني مدرسې او د تمدن تلویزیوني شبکې د تړل کېدو په غبرګون کې ویلي چې دا اقدامات د شیعه ټولنې ترمنځ د پراخې اندېښنې سبب سوي دي او غوښتنه یې کړې چې دا مرکزونه دې ژر تر ژره بېرته پرانیستل سي او د محرم د مراسمو د ترسره کولو لپاره دې د مخکې له مخکې هوکړه سوي چوکاټونه وساتل سي.

د افغانستان د شیعه علماوو د شورا اعلامیه د محرم په ورځو کې د وروستیو محدودیتونو او د خاتم‌النبیین (ص) د دیني مدرسې او د تمدن تلویزیوني شبکې د تړل کېدو په اړه د عدلیې وزارت له لوري:

بسم الله الرحمن الرحیم

د افغانستان د شیعه علماوو د شورا اعلامیه د وروستیو بدلونونو او د محرم په ورځو کې د محدودیتونو او د خاتم‌النبیین (ص) د دیني مدرسې او د تمدن تلویزیوني شبکې د تړل کېدو په اړه د عدلیې وزارت له لوري

د افغانستان د شیعه علماوو شورا د محرم د مراسمو اړوند وروستیو محدودیتونو او د ځینو دیني او رسنیزو مرکزونو د فعالیت د درولو په غبرګون کې چې د محترم عدلیې وزارت له لوري ترسره سوي، لاندې ټکي د افغانستان درنو وګړو او د اسلامي امارت محترمو مسؤلینو ته وړاندې کوي.

 د موجودو راپورونو پر بنسټ، په وروستیو ورځو کې لاندې اقدامات ترسره سوي دي:

• د ځینو مسجدونو او حسینیو څخه د عزادارۍ بیرغونه او نښانونه راټول سوي، چې دا کار د محرم د امارتي ټاکل سوې کمیټې له هوکړو او پرېکړو خلاف بلل کېږي؛

• د ځینو مسجدونو او تکایاوو مسؤلین د عزادارۍ د نښانونو د پورته کولو له امله نیول سوي دي؛

• د عاشورای حسيني په درشل کې د «تمدن» د تلویزیوني شبکې د خپرونو درول؛

• د خاتم‌النبیین (ص) د دیني مدرسې بندېدل، چې د افغانستان د شیعه ټولنې له مهمو علمي او دیني مرکزونو څخه ګڼل کېږي.

د افغانستان د شیعه علماوو شورا د هېواد رسمي ادارو ته د درناوي په ترڅ کې ټینګار کوي چې دا اقدامات د شیعه ټولنې ترمنځ د پراخې اندېښنې سبب سوي دي او اړتیا ده چې د اسلامي امارت د لوړو مسؤلینو په کچه ورته رسیدګي وسي.

شورا یادونه کوي چې په تېرو کلونو کې او همدارنګه سږ کال د محرم مراسم د ګډو هوکړو پر بنسټ او په ارامه او منظمه فضا کې ترسره سوي دي، او تمه کېږي چې هماغه هوکړه سوي چوکاټونه په پام کې ونیول سي.

د افغانستان د شیعه علماوو شورا د خاتم‌النبیین (ص) د دیني مدرسې د وضعیت د بیړنې څېړنې، د دې علمي او دیني مرکز د بیا پرانیستلو او د تمدن تلویزیوني شبکې د فعالیت د بیا پیل غوښتنه کوي.

همدارنګه شورا اعلانوي چې پورته موضوعات به له اړوندو راپورونو او اسنادو سره د عاشورا له ورځو وروسته د اسلامي امارت له محترم رهبر او د هېواد له نورو لوړپوړو مسؤلینو سره شریک سي.

له علماوو، خطیبانو او محترمو واعظانو څخه هم تمه کېږي چې د تاسوعا او عاشورا په مجالسو کې وګړي له موجود وضعیت څخه خبر کړي او د ملي یووالي د ساتلو، د عام نظم د مراعت او د غوښتنو د رسمي لارو له لارې د تعقیب پر اهمیت ټینګار وکړي.

د افغانستان د شیعه علماوو شورا همدارنګه وایي چې خبرې اترې، هوکړې او د هېواد عالي مراجعو ته مراجعه د ستونزو د حل لارې ګڼي او هیله لري چې د محترمو مسؤلینو په تدبیر سره موجودې اندېښنې له منځه ولاړې سي او د اعتماد، آرامۍ او ملي یووالي فضا پیاوړې سي.

د ترسره سویو تعقیبونو او خبرو اترو پایلې به په مناسب وخت کې د افغانستان درنو وګړو او د هېواد د شیعه ټولنې په اطلاع ورسول سي.

والسلام علیکم و رحمة الله و برکاته

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x