په کابل ولایت کې سیمه ایزې سرچینې وایي چې د کابل ښار د اتلسمې امنیتي حوزې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مامورانو یو شیعه دیني عالم ته سپکاوی کړی، او فزیکي تاوتریخوالی یې ورسره کړی دی.
د سرچینو په وینا، دا پېښه وروسته له هغه رامنځته سوه چې طالب مامورانو د چهارشنبې په ورځ، د ثور په ۱۸مه، د کابل په لوېدیځ دشت برچي بازار کې یو ځوان هلک او انجلۍ نیولي دي. د سرچینو په وینا، دغه دواړه کسان د واده د مراسمو د توکو اخیستو لپاره بازار ته تللي وو، خو طالبانو هغوی د نامحرمۍ په تور اتلسمې حوزې ته لېږدولي دي.
سرچینو زیاته کړې چې دغې انجلۍ او هلک د پلټنو پر مهال مامورانو ته ویلي چې له یو بل سره یې نکاح کړې ده او د نکاح خطبه یې د شیعه دیني عالم حسینداد شریفي له لوري ویل سوې ده.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، له دغو څرګندونو وروسته د اتلسمې حوزې د امر بالمعروف آمر دغه دیني عالم خپل دفتر ته وربللی او پرته له دې چې د وضاحت فرصت ورکړي، تیرې پوښتنه کړې چې ولې یې د واده له مراسمو مخکې د عقد خطبه ویلې ده.
د سرچینو په وینا، دغه طالب چارواکي ادعا کړې چې دې هلک او انجلۍ زنا کړې او دغه شیعه دیني عالم یې هم د دې موضوع مسوول بللی دی.




