د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ په بغلان ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست آمر د بغلان مرکزي ولسوالۍ د «جلوګیر» په سیمه کې د نږدې دوه زره کلنې تاریخي کلا د موندلو خبر ورکړی دی.
سمیعالله مصباح، په بغلان ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست آمر، د دې موضوع په اعلان سره ویلي چې د دې ځای له ترلاسه سویو لومړنیو شواهدو او نښو نښانو له مخې داسې اټکل کېږي چې دا کلا ښايي د کوشانیانو دورې پورې اړه ولري.
د هغه په وینا، د څېړنو په جریان کې له دې ساحې څخه د هډوکو پاتې شوني، د خاورینې لوښو ټوټې، ایره او نري څلورزاوییزې خښتې هم له دې ساحې څخه موندل سوې دي.




