د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) اعلان کړی چې د خپلو شریکانو په همکارۍ سره به د بدخشان ولایت په لیرې پرتو سیمو کې د ژوند ژغورونکو روغتیايي خدماتو لاسرسی پراخ کړي.
دې سازمان د چهارشنبې په ورځ، د جوزا په ۲۷مه، په خپله اېکس پاڼه کې د یو راپور په خپرولو سره په بدخشان کې د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو وضعیت تشریح کړی او ویلي یې دي چې د جغرافیایي ناهموارۍ او د استوګنې د ځایونو د تیتوالي له امله د دې ولایت اوسېدونکي روغتیايي پاملرنې ته د لاسرسي په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.
د روغتیا نړیوال سازمان همدارنګه ټینګار کړی چې افغانستان لا هم په سیمه کې د مور د مړینې له تر ټولو لوړو کچو څخه یو لري؛ داسې موضوع چې د مسلکي ولادي متخصصینو کمښت، د ښځو د بیړنیو روغتیايي پاملرنو ته محدود لاسرسی او د زېږون د خدماتو کمزورتیا ته منسوب سوې ده.
د دې بنسټ د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د مور د مړینې کچه هر ۱۰۰ زره ژوندي زېږونونو کې ۵۲۱ پېښو ته رسېږي چې لا هم په لوړ سطحه کې پاتې ده.




