په کندهار کې یوه ماشوم بل ماشوم د چاړې په ګوزارونو وژلی دی

په کندهار ولایت کې سیمه‌ييزې سرچینې خبر ورکوي چې یو ۱۴ کلن تنکی ځوان د ۱۱ کلن ماشوم د چاړې د برید له امله وژل سوی دی.
په کندهار کې یوه ماشوم بل ماشوم د چاړې په ګوزارونو وژلی دی

په کندهار ولایت کې سیمه‌ييزې سرچینې خبر ورکوي چې یو ۱۴ کلن تنکی ځوان د ۱۱ کلن ماشوم د چاړې د برید له امله وژل سوی دی.

د سرچینو په وینا، دغه پېښه د خاکرېز ولسوالۍ د باغک کلي د محمدعثمان مسجد په سیمه کې رامنځته سوې ده.

سرچینو زیاته کړې چې د احمدالله په نوم یوه ۱۱ کلن ماشوم د محمداشرف په نوم ۱۴ کلن تنکی ځوان د چاړې په ګوزارونو وژلی دی.

تر اوسه د دې وژنې انګېزه نه ده څرګنده سوې او د پېښې د څرنګوالي په اړه نور جزییات هم نه دي خپاره سوي.

په کندهار کې د طالبانو سیمه‌ییزو مسؤلینو هم تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x