په کندهار ولايت کې سیمهییزې سرچینې راپور ورکوي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت مأمورینو په وروستیو ورځو کې د دې ښار په بېلابېلو برخو کې د ښځو د اړوندو توکو د پلور بازارونو څارنه او پلټنه زیاته کړې او د یو شمېر دوکانونو خاوندان یې هم نیولي دي.
د دغو سرچینو په وینا، د طالبانو ځواکونو په تېرو دوو ورځو کې د کندهار ښار په څو ناحیو کې په پراخ حضور سره د ښځو اړوند بازارونه او د پېرودلو مرکزونه تر څار لاندې نیولي او په دغو سیمو کې یې ګزمې هم کړې دي.
باخبره سرچینو، چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نه غوښتل هویتونه یې څرګند سي، ویلي چې دا پلټنې د کندهار ښار د دویمې، شپږمې، اوومې او نهمې ناحیې په یو شمېر سوداګریزو مرکزونو او مارکېټونو کې ترسره سوې دي.
د ترلاسه سویو معلوماتو له مخې، د طالبانو د امر بالمعروف مأمورینو د دغو پلټنو پر مهال ښځینه پېرودونکو ته خبرداری ورکړی چې له عامه ځایونو څخه ډډه وکړي. همدارنګه، د سرچینو په وینا، د طالبانو ځینو محتسبانو له ښځو سره په چلند کې سپکاوی کوونکې الفاظ کارولې دي.
سیمه ییزو سرچینو زیاته کړې چې د دې عملیاتو په ترڅ کې یو شمېر دوکانداران نیول سوي او نامعلوم ځای ته لېږدول سوي دي.
یوې سرچینې ویلي چې د دغو نیونو یوه برخه په پلورنځیو کې د محرم له ملتیا پرته د ښځو د حضور له امله ترسره سوې ده؛ هغه موضوع چې د طالبانو له نظره سرغړونه بلل کېږي.




