په افغانستان کي د جنايي وژنو زياتوالی؛ په لوګر ولايت کي شپږ تنه په دوو جلا پېښو کي وژل سوي دي

د لوګر ولايت د يکشنبې په ماښام (د ثور ۶مه) د دوو وژونکو پېښو شاهد وو . د سيمه‌ايزو سرچينو په وينا، ناپېژاندو وسلوالو د دې ولايت د مرکز اړوند د حصارک په سيمه کي پر يوه کور بريد کړی او د يوې کورنۍ پنځه غړي يې وژلي دي.
تشکیل بازار مشترک چین و افغانستان در لوگر

د لوګر ولايت د يکشنبې په ماښام (د ثور ۶مه) د دوو وژونکو پېښو شاهد وو . د سيمه‌ايزو سرچينو په وينا، ناپېژاندو وسلوالو د دې ولايت د مرکز اړوند د حصارک په سيمه کي پر يوه کور بريد کړی او د يوې کورنۍ پنځه غړي يې وژلي دي.

په همدې مهال، په محمداغې ولسوالۍ کي يو ډاکټر د ناپېژاندو بريدګرو له خوا په نښه سوی او ژوند يې له لاسه ورکړی دی. د لوګر د امنيه قوماندانۍ وياند په يوه پيغام کي د خامه پرس خبري آژانس ته دواړه پېښې تائيد کړې دي، خو نور جزئيات يې نه دي ورکړي.

سيمه‌ایزو سرچينو تر دې مخکې هم د دغو پېښو راپورونه ورکړي وو. تر اوسه د دغو بريدونو انګېزه، د عاملینو هويت او نور تفصيلي معلومات نه دي روښانه سوي.

د طالبانو امنيتي مسوولينو تر اوسه د دې پېښو په اړه څه نه دي ويلي. د داسې پېښو رامنځته کېدل يو ځل بيا په افغانستان کي د ناامنۍ او هدفي تاوتريخوالي په اړه اندېښنې زياتې کړې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x