طالبانو په لوګر ولايت کې د يوې رسنۍ مسوول نيولی دی

فرهاد غفوري، په لوګر ولايت کي د «اتحاد راډيو» مسوول، شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د طالبانو له خوا نيول سوی دی او تر اوسه په زندان کي پاته دی.
طالبانو په لوګر ولايت کې د يوې رسنۍ مسوول نيولی دی

فرهاد غفوري، په لوګر ولايت کي د «اتحاد راډيو» مسوول، شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د طالبانو له خوا نيول سوی دی او تر اوسه په زندان کي پاته دی.

د هغه نژدې خپلوانو ويلي دي چي د غفوري د جسمي او روحي حالت په اړه اندېښمن دي او وېره لري چي هغه به د طالبانو په توقيف ځای کي له زور او بد چلند سره مخ سي.

د دې خبريال د نيولو له دوو اوونيو تېرېدو سره سره، د طالبانو چارواکو تر اوسه د هغه د نيولو د علت يا د حالت په اړه رسمي وضاحت نه دی ورکړی.

په همدې وخت کي، د افغانستان د رسنيو د ملاتړ سازمان (امسو) په يوه اعلاميه کي د فرهاد غفوري نيول تاييد کړي دي او ويلي يې دي چي تر اوسه د هغه د نيولو لپاره هيڅ قضايي حکم يا روښانه قانوني دليل نه دی څرګند سوی.

امسو زياته کړې ده چي د تېرو دوو اوونيو راهيسي د غفوري د حالت په اړه بې خبري د هغه د کورنۍ او د افغانستان د رسنيزې ټولني لپاره پراخه روحي فشار او اندېښنه رامنځته کړې ده.

دغه سازمان همدارنګه ويلي دي چي د غفوري له نيولو سره هممهاله طالبان هڅه کوي چي د «اتحاد راډيو» خپروني ودروي. د امسو په وينا، د هغه له نيول کېدو سره په افغانستان کي د بندي خبريالانو او رسنيزو کارکوونکو شمېر شپږو تنو ته رسېدلی دی؛ هغه موضوع چي د دې سازمان په باور د بيان ازادۍ او د رسنيو پر فعاليتونو د فشارونو او ګواښونو د زياتېدو ښکارندويي کوي.

امسو د «اتحاد راډيو» د بندولو هڅه د « په منظم ډول د خپلواکو غږونو د چوپولو » د بهير برخه بللې ده او ټينګار يې کړی دی چي رسنۍ بايد د سياسي فشار وسيله نه سي، بلکي د ټولني د څار او پوهاوي په برخه کي مهم رول لري.

په پای کي دې سازمان له طالبانو غوښتي دي چي فرهاد غفوري او نور نيول سوي خبريالان ژر او بې قيد او شرطه آزاد کړي.
 همدارنګه له ملګرو ملتونو، نړيوالو بنسټونو او د رسنيو د آزادۍ له مدافعینو غوښتنه سوې ده چي په افغانستان کي د خبريالانو د ساتني او د هغوی د حقونو د خوندي کولو لپاره جدي او اغېزمن اقدامات وکړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x