په غور ولایت کې سيمهایزې سرچینې وایي چې په وروستیو ورځو کې سختو سېلابونو د چهارسدې ولسوالۍ حالت له جدي کړکېچ سره مخ کړی دی. د سرچینو په وینا، د کنداخ کلی له هغو سیمو څخه دی چې تر ټولو ډېر زیان یې لیدلی او اوسېدونکو ته یې پراخ تاوانونه اړولي دي.
سيمهایز اوسېدونکي وایي، دغو سېلابونو سلګونه د استوګنې کورونه ویجاړ کړي یا یې زیانمن کړي او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې هم له منځه وړې ده. د هغوی په وینا، د دې حالت دوام د خلکو ترمنځ جدي اندېښنې راولاړې کړې او ګڼې کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ سوې دي.
په وروستیو کلونو کې د هېواد ځینې برخې د اقلیمي بدلونونو، سختو اورښتونو او د سېلابونو د مخنیوي د مناسب بنسټیزو اسانتیاوو د نشتوالي له امله څو ځله د ورته پېښو شاهدې پاتې سوې دي. کارپوهان وایي، د کړکېچ د سمبالښت د وسایلو کموالی او د مخنیوي د چارو کمزوري سیستمونه لامل سوي چې هر ځل سخت اورښتونه خلکو ته درانه زیانونه ورسوي.
په داسي حال کي، سيمهایز اوسېدونکي وایي، تر اوسه سېلاب ځپلو ته اغېزمنه مرسته نه ده رسېدلې، او هغوی له اړوندو ادارو او مرستندویه بنسټونو څخه د بېړنۍ پاملرنې او لاسنیوي غوښتنه کوي.




