په دایکنډي کې د ملي امنیت پخوانی افسر او په غزني کې د یو قومي مشر ووژل کېدل

سیمه ییزې سرچینې وایې چې په دایکنډي ولایت کې د ملي امنیت یو پخوانی افسر او د غزني په قره‌باغ ولسوالۍ کې یو قومي مشر، په دوو جلا پېښو کې وژل سوي دي.
په دایکنډي کې د ملي امنیت پخوانی افسر او په غزني کې د یو قومي مشر ووژل کېدل

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ سیمه ییزې سرچینې وایې چې په دایکنډي ولایت کې د ملي امنیت یو پخوانی افسر او د غزني په قره‌باغ ولسوالۍ کې یو قومي مشر، په دوو جلا پېښو کې وژل سوي دي.

د سرچینو په وینا، محمدعلي طوفان، چې پخوانی پوځي وو، د پنجشنبې په ماښام د ناپېژاندو وسله‌والو له خوا په نښه سوو او خپل ژوند یې له لاسه ورکړ.

سیمه‌ییزې سرچینې وایي، طوفان د پخواني حکومت تر سقوط وروسته، د طالبانو د اعلان سوي عمومي عفوې له امله په افغانستان کې پاتې سو او له هېواده ونه ووت. د سیمې د اوسېدونکو په وینا، هغه له هېچا سره شخصي دښمني نه لرله.

د رسېدلو معلوماتو له مخې، د طالبانو استخباراتو شاوخوا دوه کاله وړاندې هغه د مقاومت له جبهې سره د همکارۍ په تور نیولی وو. هغه څه موده د کابل د پلچرخي او د پروان د بګرام په زندانونو کې تېره کړه او شاوخوا پنځه میاشتې مخکې آزاد سو. له آزادېدو وروسته بېرته دایکنډي ته ستون سوو او په کرنیزو چارو بوخت سوو.

محمدعلي طوفان شپږ اولادونه لرل او د هغه مشر زوی ۲۷ کلن دی.

په غزني کې په یوې بلې جلا پېښه کې، سیمه‌ییزو سرچینو د قره‌باغ ولسوالۍ د یو قومي مشر ، قادرعلي رفعت د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د سرچینو په وینا، رفعت د پنجشنبې په سهار، د سرطان په ۲۴مه، له خپل کور څخه پر موټرسایکل د علي‌آباد تمکي بازار پر لور روان سوو، خو لادرکه سوو. د سیمې اوسېدونکو تر یوې ورځې لټون وروسته د هغه مړی وموند.

سرچینې ادعا کوي چې د هغه پر بدن د شکنجې او ټپونو نښې لیدل سوې او بریدګرو له شکنجې وروسته هغه په ډزو او د سر او مخ پر برخو د ډبرو په ګوزارونو وژلی دی.

تر اوسه د دغو دواړو پېښو انګېزه او د عاملانو هویت نه دی څرګند سوی. طالبانو هم تر اوسه د دغو وژنو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x