په غزني ولایت کې سیمهييزو سرچینو د دې ولایت د جاغوري ولسوالۍ په مربوطاتو کې د محمدعلي عطایي په نوم د یوه افغان ـ استرالیایي وګړي د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د سرچینو په وینا، ښاغلی عطایي له هېواد څخه بهر تر څو کلنې استوګنې وروسته ، په دې باور چې د افغانستان امنیتي وضعیت ښه سوی، د جاغوري ولسوالۍ د «بابه» کلي خپل ټاټوبي ته سفر کړی وو. خو نوموړی دوه ورځې وړاندې د ناپېژاندو وسلهوالو له لوري د ډزو هدف وګرځېد او ژوند یې له لاسه ورکړ.
سیمهييزې سرچینې وایي چې د دې وژنې انګېزه او د عاملانو هویت تر اوسه نه دی معلوم سوی. طالبانو هم تر اوسه د دې پېښې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ناپېژاندو وسلهوالو له لوري د ناڅرګندو وژنو او پر وګړو د ډزو راپورونه خپاره سوي دي؛ هغه پېښې چې د هېواد د امنیتي وضعیت په اړه یې عامه اندېښنې زیاتې کړې دي.
له بلې خوا، د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت د تېر لمریز کال د جوزا په میاشت کې د سفر د خبرداري په خپرولو سره له خپلو وګړو غوښتي وو چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي.
دغه وزارت د خپلو سفري سپارښتنو په تازه کولو کې د افغانستان امنیتي وضعیت «ډېر خطرناک» بللی وو او په ټول هېواد، د کابل په ګډون، کې یې د ترهګرۍ او انسانتښتونې د جدي ګواښونو په اړه خبرداری ورکړی وو.
په دې خبرداري کې راغلي وو چې په افغانستان کې هېڅ سیمه د امنیتي بریدونو له خطره خوندي نه ده او وګړي، په ځانګړې توګه بهرني اتباع، کېدای سي په هر ځای او هر وخت کې د برید هدف وګرځي.
د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه بازارونه، رستورانتونه، هوټلونه، روغتیايي مرکزونه او حتی بشردوستانه فعالیتونه له هغو ځایونو څخه بللي وو چې ښايي له امنیتي ګواښونو سره مخ وي.
دغه وزارت ټینګار کړی وو: «که زموږ د سپارښتنې خلاف افغانستان ته سفر وکړئ، د ترهګریزو بریدونو یا انسانتښتونې له ډېر لوړ خطر سره به مخ سئ. په افغانستان کې د افرادو د امنیت لپاره هېڅ تضمین شتون نه لري.»
د دې خبرداري له مخې، بهرني وګړي، په ځانګړې توګه د غیردولتي مؤسسو کارکوونکي، بشردوستانه مرستندویان او د روغتیايي سکتور کارکوونکي، د تښتول کېدو له خطر سره مخ دي. همدارنګه د طالبانو له لوري د بهرنیو اتباعو د خپلسرو نیونو احتمال هم په دې سپارښتنلیک کې له مطرح سویو اندېښنو څخه بلل سوی دی.




