په غزني کې د جګړې د پاتې سویو مهماتو د چاودنې له امله د یو ماشوم مړینه

په غزني ولایت کې د طالبانو امنیه قومنداني اعلان کړی چې د دې ولایت په مرکز کې د جګړې د پاتې سوې یوې مرمۍ د چاودنې له امله یو ماشوم وژل سوی او دوه نور کسان ټپیان سوي دي.

د دغې قوماندانۍ د خپرې سوې خبرپاڼې له مخې، دا پېښه د یکشنبې په ورځ، د جوزا په ۲۴مه، له غرمې وروسته د غزني ښار د درېیمې حوزې په مربوطاتو کې رامنځته سوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې یو شمېر ماشومانو د یوې ناچاودېدلې مرمۍ سره لوبې کولې چې دغه مهمات وچاودېدل. د دې چاودنې په نتیجه کې یو ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړ او دوه نور ټپیان سول.

سیمه‌ییزو چارواکو د ټپیانو د روغتیايي وضعیت او د قربانیانو د هویت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x