د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د بشري حقونو د فعالانو ټولنې د بدخشان ولایت په یفتل ولسوالۍ کې د وروستیو نښتو او د برمته سویو کسانو د ویډیوګانو له خپرېدو وروسته، په دې سیمه کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
دغې ټولنې د جمعې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له نړیوالو بنسټونو غوښتي چې د یفتل ولسوالۍ د بشري حقونو وضعیت په خپلواک ډول وڅېړي او د بشري حقونو د احتمالي سرغړونو موارد مستند کړي.
په اعلامیه کې ټینګار سوی چې هېڅوک، پرته له دې چې سیاسي یا پوځي تړاو ولري، باید د بند په موده کې له شکنجې، سپکوونکي چلند، جبري اعتراف یا له محکمې پرته سزا سره مخامخ نه سي.
د بشري حقونو د فعالانو ټولنې همدارنګه ویلي چې د بند په حالت کې د وګړو د اعترافونو خپرې سوې ویډیوګانې، تر هغه وخته چې د هغو د ثبت شرایط او د وګړو د آزادې ارادې شتون په خپلواک ډول و نه څېړل سي، د عادلانه پرېکړې بنسټ نه سي کېدای.
دغه بنسټ د خپلې اعلامیې په پای کې طالبان یوه غیرقانوني او له حقوقي مشروعیت څخه بې برخې ډله بللې ده.



