د بدخشان په راغ ولسوالۍ کې د طالبانو قوماندان د یوه بل طالب له‌خوا ووژل سوو

طالبانو ته نږدي سرچینو راپور ورکړی چې د بدخشان ولایت په راغ ولسوالۍ کې د دې ډلې یو قوماندان د یوه بل طالب له‌خوا په ډزو وژل سوی دی.
د بدخشان په راغ ولسوالۍ کې د طالبانو قوماندان د یوه بل طالب له‌خوا ووژل سوو

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ طالبانو ته نږدې سرچینو ، د عبدالرحمن، چې په «حمزه» مشهور وو او د طالبانو قوماندانانو څخه وو د بدخشان په راغ ولسوالۍ کې د وژل کېدو خبر ورکړی.

د طالبانو د غړو او پلویانو له‌خوا په خپرو سویو پیغامونو کې د عبدالرحمن حمزه مړینه تایید سوې او هغه ته یې د «شهید» نوم کارولی دی؛ خو دغو سرچینو د هغه د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه جزیات نه دي ورکړي.

په همدې حال کې، یوې خپلواکې سیمه ییزې سرچینې ویلي چې عبدالرحمن حمزه د شپې شاوخوا ۱۱ بجې د شیخ عبدالخالق په نوم د یوه کس شخصي حریم ته تر ننوتلو وروسته په ډزو ویشتل سوی او وژل سوی دی.

د دې سرچینې په ادعا، د پېښې لامل د دغه طالب قوماندان له‌خوا د ناروا اړیکې د جوړولو هڅه او تېری کول وو.

یادې سرچینې همداراز ادعا کړې چې عبدالرحمن حمزه هماغه کس و چې په ۱۴۰۲ کال کې یې د بدخشان د شیوې سیمې د عبدالحمید مجاهد او د هغه د ملګرو په ډزو ویشتلو کې ونډه لرله.

تر اوسه طالبانو د دې پېښې د جزیاتو او یا د سیمه‌ییزې سرچینې له‌خوا د مطرح سویو ادعاوو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x