د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ سیمهییزې سرچینې وایي چې طالبانو په تېرو دوو ورځو کې یو شمېر ځواکونه د شخصي موټرو په وسیله د تخار ولایت چاهآب ولسوالۍ، د بدخشان ولایت درواز ولسوالۍ او د فیضآباد ښار ته لېږلي دي.
طالبانو تر اوسه د دې ځای پر ځای کولو د لامل په اړه څه نه دي ویلي.
د سیمې د اوسېدونکو په وینا، د جمعې په ورځ د سرطان په ۲۶مه، په دغو سیمو کې د طالبانو پوځي خوځښتونه زیات سوي او تازه ځواکونه تخار او بدخشان ته لېږدول سوي دي.
سیمهییزې سرچینې وایي چې طالبانو شاوخوا ۲۵ موټرو کې خپل ځواکونه چاهآب ولسوالۍ ته استولي دي. همدارنګه، ۱۰ شخصي لندکروزر موټرو چې د دې ډلې وسلوال غیرسیمهییز کسان یې لېږدول، درواز ولسوالۍ ته داخل سوي او یو شمېر نور طالب ځواکونه هم له کابل څخه فیضآباد ښار ته لېږل سوي دي.
تر اوسه روښانه نه ده چې د دغو ځواکونو د لېږد موخه څه ده، خو تر دې وړاندې سیمه ییزو سرچینو د چاهآب ولسوالۍ په ځینو برخو کې د اوسېدونکو له خوا د سرو زرو د استخراج د درېدلو خبر ورکړی وو.
همدارنګه، ولسي سرچینو مخکې اعلان کړی وو چې په درواز ولسوالۍ کې د کانونو فعالیتونه، چې د «قطقطي» کان هم پکښې شامل دی، یو ځل بیا درېدلي دي او په «مایمیک» کان کې هم د سیمې د اوسېدونکو او طالبانو د ځواکونو ترمنځ نښته سوې ده.
سیمهییزې سرچینې وایي چې په بدخشان کې د کانونو د فعالیتونو درېدلو ډېرې کورنۍ له اقتصادي ستونزو، د بېوزلۍ له زیاتوالي او جبري کډوالۍ سره مخامخ کړې دي.
له دې وړاندې هم بدخشان ولایت ته د طالبانو د پوځي کاروانونو د لېږلو راپورونه خپاره سوي وو.
د بدخشان د سرو زرو د کانونو د کنټرول او مدیریت پر سر اختلاف له څو میاشتو راهیسې دوام لري. دغه اختلافونه تر ډېره د کانونو د مدیریت، د کانکېندنې سیمو د وېش او د کانونو د ګټې اخیستنې د حق پر سر د طالبانو او د سیمې د اوسېدونکو ترمنځ رامنځته سوي دي.



