افغان دیپلوماتان: یوناما باید له طالبانو سره اړیکې عادي نه کړي

د افغانستان یو شمېر پخوانیو دیپلوماتانو په یوه ګډه شننه کې خبرداری ورکړی چې د بودجې سخت کمښت او د سیاسي کړکېچ دوام، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) راتلونکې له جدي ګواښ سره مخ کړې دي. دوی ټینګار کړی چې ملګري ملتونه باید له طالبانو سره د اړیکو له عادي کولو پرته، خپل ماموریت د رښتینو موخو او روښانه تمو پر بنسټ بېرته تعریف کړي.
افغان دیپلوماتان: یوناما باید له طالبانو سره اړیکې عادي نه کړي

د افغانستان درې پخوانیو دیپلوماتانو په یوه ګډه شننه کې اعلان کړي چې د بودجې سخت کمښت او د سیاسي کړکېچ دوام، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) راتلونکې له جدي ننګونو سره مخ کړې دي. دوی ټینګار کړی چې ملګري ملتونه باید له طالبانو سره د اړیکو له عادي کولو پرته، خپل ماموریت د رښتینو موخو او روښانه تمو پر بنسټ بېرته تعریف کړي.

عمر صمد، په کاناډا کې د افغانستان پخوانی سفیر، اصیلا وردک، پخوانۍ دیپلوماته او د ښځو د حقونو فعاله، او فرید ظریف، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخوانی استازی، په دې ګډه شننه کې لیکلي چې د یوناما ماموریت د روان کال په لومړیو کې د ړنګېدو یا د واکونو او بشري ځواک د پام وړ کمېدو له ګواښ سره مخ و؛ خو د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دغه ماموریت د یو کال لپاره په غځولو سره، د افغانستان په اړه د دې سازمان د تګلارې د بیاکتنې لپاره محدود فرصت برابر کړی دی.

د لیکوالانو په وینا، په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي نشتوالی او د امنیت شورا د غړو ترمنځ موجود اختلافونه، د دغه ماموریت راتلونکې له ناڅرګندتیا سره مخ کړې دي.

په دې شننه کې راغلي چې ملګري ملتونه په اوسني وضعیت کې افغانستان پرېښودلای نه سي، ځکه دا کار به پراخې بشري پایلې ولري. له بلې خوا، دغه بنسټ هم نسي کولای اوسنی وضعیت عادي وښايي، ځکه د طالبانو د حکومت د په رسمیت پېژندلو لپاره اړین سیاسي شرطونه لا هم نه دي برابر سوي.

پخوانیو دیپلوماتانو ټینګار کړی چې ملګري ملتونه باید له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو یا له افغانستان څخه د وتلو پر ځای، خپل ماموریت د عملي موخو، زیاتې همغږۍ او له طالبانو او نړیوالې ټولنې څخه د روښانه تمو پر بنسټ بېرته تنظیم کړي.

د دې شننې په بله برخه کې راغلي چې افغانستان اوس مهال له یو شمېر هم‌مهاله کړکېچونو سره مخ دی، چې پکښې اقتصادي ټيټوالي، اقلیمي بدلونونه، له ایران او پاکستان څخه د کډوالو پراخ ایستل، روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي کمښت او پر ښځو او انجونو سخت محدودیتونه شامل دي. د لیکوالانو په باور، دغو لاملونو افغانستان د نړۍ له تر ټولو پېچلو بشري کړکېچونو څخه یو ګرځولی دی.

لیکوالانو همدارنګه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د لوړپوړو چارواکو وروستیو سفرونو ته په اشارې ویلي چې دغه سفرونه ښايي چې د هېواد بشري، پراختیايي او روغتیايي کړکېچونه د نړیوالې ټولنې د ځواب ویلو له توان څخه په چټکۍ سره پراخېږي.

په دې شننه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د نوې ځانګړې استازې په توګه د رباب فاطمې ټاکل کېدل، د نړیوالو مرستندویانو د باور د بېرته جوړولو او د نړیوالو لوبغاړو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا لپاره یو فرصت بلل سوی دی.

لیکوالانو په عین حال کې ویلي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا لا هم له طالبانو سره د تعامل د څرنګوالي په اړه اختلاف لري او د دوحې بهیر هم د طالبانو او د امنیت شورا د غړو هېوادونو ترمنځ د نظر د توپیرونو له امله د پام وړ پرمختګ نه دی کړی.

د دې شننې په بله برخه کې راغلي چې په افغانستان کې د سیاسي کړکېچ له دوام سره سره، د سیمې هېوادونو لکه چین، روسیې، د منځنۍ اسیا هېوادونو، د خلیج هېوادونو او ترکیې، له کابل سره د سوداګرۍ، امنیت، کډوالۍ او زیربناوو په برخو کې عملي همکارۍ روانې ساتلې دي. همدارنګه یو شمېر اروپايي هېوادونو د کډوالو د بېرته ستنولو په برخه کې د طالبانو له استازو سره تخنیکي همکارۍ رامنځته کړې دي.

دغو درېیو دیپلوماتانو د خپلې شننې په پایله کې ټینګار کړی چې د یوناما د راتلونکي ماموریت بریا، د روښانه لومړیتوبونو په ټاکلو، سیمه‌ییزې همکارۍ، د بشري مرستو د فضا په ساتلو، د مرستندویانو د باور په بېرته جوړولو او د افغانستان د وګړو د ژوند او معیشت د ساتنې پر تمرکز پورې تړلې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x