د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د ازبکستان او قطر چارواکو د یوې ډیپلوماټیکې لیدنې پر مهال د دواړو هېوادونو د اړیکو وروستی وضعیت او یو شمېر مهمې سیمهییزې مسئلې وارزولې او په اړه یې د نظرونو تبادله وکړه.
په دې لیدنه کې افغانستان د خبرو اترو له مهمو محورونو څخه وو او دواړو لورو د افغانستان د ملاتړ، د ثبات د پیاوړتیا، د بیارغونې او پراختیا د بهیر د چټکتیا او په دې برخه کې د سیمهییزو همکاریو د پراخولو په اړه سلامشورې وکړې.
د ازبکستان او قطر چارواکو د افغانستان د ملاتړ لپاره د ګډې همغږۍ او همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او د دغه هېواد ملاتړ یې د سیمې له مهمو لومړیتوبونو څخه وباله.
دواړو لورو همدارنګه د افغانستان د تلپاتې ثبات د ټینګښت، د اقتصادي وضعیت د ښهوالي او د بشري وضعیت د پیاوړتیا لپاره د سیمهییزو او نړیوالو هڅو د همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.
دا خبرې اترې په داسې حال کې ترسره کېږي چې افغانستان لا هم د سیمهییزو سلامشورو له مهمو موضوعاتو څخه ګڼل کېږي او د سیمې هېوادونه د دغه هېواد د ثبات او پراختیا په برخه کې د ګډو همکاریو پر رول ټینګار کوي.




