طالقبیک ماسادکوف، د ګډ امنیتي تړون د سازمان عمومي منشي، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې تاجکستان ته او د دغه هېواد د ولسمشر ، امامعلي رحمان په بلنه، د تاجکستان او افغانستان د ګډې پولې له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه او د دغه پولې د پیاوړتیا د پروګرام د عملي کېدو بهیر یې وڅېړه.
د ګډ امنیتي تړون سازمان د سهشنبې په ورځ د دې سفر د انځورونو په خپرولو سره اعلان وکړ چې ماسادکوف د تاجکستان د جنوبي پولو په اوږدو کې له سرحدي پوستو، د تلاشي او څارنې له مرکزونو او د سرحدي قطعاتو له مېشت ځایونو لیدنه کړې او د دغو ځواکونو د دفاعي چمتووالي کچه یې ارزولې ده.
د دې سازمان د اعلامیې له مخې، د ګډ امنیتي تړون د سازمان عمومي منشي همدارنګه له جنرال مرادعلي رجبزاده، د سرحدي ځواکونو له قوماندان او د تاجکستان د ملي امنیت د دولتي کمېټې له لومړي مرستیال سره لیدنه وکړه او د «د ګډ امنیتي تړون سازمان د تاجکستان او افغانستان د پولې د تحکیم او پیاوړتیا لپاره د هدفمن پروګرام» د عملي کېدو د بهیر په اړه یې خبرې وکړې.
ماسادکوف د خپل سفر په دوام کې د غرنیو او په سخته تېریدونکو سیمو کې د سرحدي لارو د جوړولو له پروژو څخه هم لیدنه وکړه. دا پروژې د تجهیزاتو د لېږد د اسانتیا، د لوژستیک د ښهوالي او د سرحدي ځواکونو د خوځښت د چټکتیا د لوړولو په موخه عملي کېږي.
دا لیدنه د ګډ امنیتي تړون سازمان د هدفمن فراملي پروګرام د لومړي پړاو د عملي کېدو په چوکاټ کې ترسره سوې ده؛ هغه پروګرام چې د ۲۰۲۴ کال په نومبر میاشت کې د غړو هېوادونو د مشرانو له لوري تایید سوی وو او پر هغه وړاندیز ولاړ دی چې لومړی ځل په ۲۰۱۳ کال کې مطرح سوی وو.
دا طرحه د تاجکستان د سرحدي ځواکونو د وسلو، پوځي تجهیزاتو او تخنیکي امکاناتو په تجهیز تمرکز لري، تر څو د وسلهوالو ډلو د نفوذ، د مخدره توکو د قاچاق او د ترهګریزو فعالیتونو په څېر ګواښونو پر وړاندې اغېزمنه مبارزه وسي.
د تاجکستان او افغانستان ګډه پوله شاوخوا یو زر درې سوه څلور څلوېښت کیلومتره اوږدوالی لري او ډېره برخه یې په غرنیو او د تېرېدو له پلوه ستونزمنو سیمو کې پرته ده؛ هغه موضوع چې د دې پولې د کنټرول او امنیت ټینګښت له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.
د ګډ امنیتي تړون سازمان چارواکي لا هم د دې پولې امنیتي وضعیت «پیچلی» ارزوي. تاجکستان هم څو ځله ټینګار کړی چې د افغانستان له لوري د ناامنیو د پراخېدو د مخنیوي لپاره د سیمهییزو همکاریو پراخول اړین دي.
د تاجکستان او افغانستان د پولې د پیاوړتیا پروګرام په درې پړاوونو کې پلي کېږي؛ لومړی پړاو د غړو هېوادونو د تجهیزاتو د برابرولو د وړتیا ارزونې ته ځانګړی سوی، دوهم پړاو کې د تجهیزاتو پېرودل او سپارل شامل دي، او په درېیم پړاو کې به دا تجهیزات په بشپړ ډول په پوله ځای پر ځای سي.
د کارپوهانو په باور، د تاجکستان او افغانستان د پولې د امنیت پیاوړتیا نه یوازې د تاجکستان د امنیت د تأمین لپاره اړینه ده، بلکې د اوراسیا د سیمې د ثبات لپاره هم ستراتېژیک اهمیت لري، ځکه دا پوله د پولې هاخوا ګواښونو پر وړاندې د لومړۍ کرښې په توګه ګڼل کېږي. د ګډ امنیتي تړون سازمان په وروستیو کلونو کې هم په دې سیمه کې د ګډو پوځي تمرینونو په ترسره کولو سره هڅه کړې چې د غړو هېوادونو همغږي او چمتووالی زیات کړي.




