چینايي کارکوونکو د تاجکستان او افغانستان پولې ته نږدې د لویې لارې د جوړولو کار بیا پیل کړ

چینايي کارکوونکو له څو میاشتو ځنډ وروسته، چې د امنیتي اندېښنو له امله رامنځته سوی وو، د تاجکستان او افغانستان پولې ته نږدې د دوشنبې–کولما لویې لارې د یوې برخې د جوړولو کار بېرته بیا پیل کړی دی. دا پروژه تېر کال د تاجکستان په سرحدي سیمو کې پر چینايي وګړو له مرګونو بریدونو وروسته درول سوې وه.
چینايي کارکوونکو د تاجکستان او افغانستان پولې ته نږدې د لویې لارې د جوړولو کار بیا پیل کړ

چینايي کارکوونکو له څو میاشتو ځنډ وروسته، چې د امنیتي اندېښنو له امله رامنځته سوی وو، د تاجکستان او افغانستان پولې ته نږدې د دوشنبې–کولما لویې لارې د یوې برخې د جوړولو کار بېرته پیل کړی دی.

دا پروژه تېر کال هغه مهال ودرول سوه، کله چې د چین حکومت پر خپلو وګړو د مرګونو بریدونو له امله خپل کارکوونکي د تاجکستان له سرحدي سیمو وایستل.

تېر کال په تاجکستان کې په دوو جلا بریدونو کې یو شمېر چینايي وګړي ووژل سول. په لومړۍ پېښه کې، چې د عقرب په میاشت کې رامنځته سوه، ناپېژاندو وسله‌والو د شمس‌الدین شاهین ولسوالۍ د زربوزي په دره کې پر یوې ډلې چینايي وګړو برید وکړ. د دې برید په پایله کې یو چینايي وګړی ووژل سوو او پنځه نور کسان، چې څلور یې چینايي وګړي وو، ټپیان سول.

څو اوونۍ وروسته، د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د ختلان ولایت په شمس‌الدین شاهین ولسوالۍ کې د «شاهین اس‌ام» شرکت د کارکوونکو کمپ د قوس د پنځمې شپې په یوه برید کې، چې د دغه وزارت په وینا د افغانستان له خاورې ترسره سوی وو، په نښه سوو. په دې برید کې هم درې چینايي وګړي ووژل سول او یو بل ټپي سوو.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغه برید په غندلو سره اعلان وکړ چې په افغانستان کې مېشتو جنایتکارو ډلو په دې برید کې لاس درلود.

اوس، له دغو پېښو څخه تر اوو میاشتو ډېر وخت وروسته، د تاجکستان چارواکو بیجینګ ته ډاډ ورکړی چې د چینايي کارکوونکو او د چین د پروژو د ساتنې لپاره به امنیتي تدابیر نور هم پیاوړي کړي.

په همدې مهال، د تاجکستان د دفاع وزارت اعلان کړی چې د سپټمبر په میاشت کې به د تاجکستان او چین د امنیتي ځواکونو ګډ پوځي تمرین ترسره سي؛ هغه اقدام چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکاریو د پیاوړتیا په موخه ارزول کېږي.

تاجکستان او چین همدارنګه د مې په میاشت کې د دوستۍ تړون هم لاسلیک کړی؛ هغه هوکړه چې له چینايي شرکتونو سره د اته میلیارده ډالرو په ارزښت د قراردادونو د لاسلیک زمینه یې برابره کړې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x