د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو له بنده د تمدن ټلوېزیون د مسوول مدیر ، محمد رحمتي او د دغه ټلوېزیون د کارکوونکي ، محمدرضا احساني د سمدستي آزادېدو غوښتنه کړې ده.
دغه مرکز نن (شنبه، د سرطان ۶مه) په خپره کړې اعلامیه کې د دغو دوو خبریالانو نیول غندلي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز همدارنګه د تمدن ټلوېزیون د دفتر د بېرته پرانیستل کېدو غوښتنه کړې او له طالبانو یې غوښتي چې د دې رسنۍ کارکوونکو ته اجازه ورکړي څو له ګواښ او د نیول کېدو له وېرې پرته خپل کار ته دوام ورکړي.
تمدن ټلوېزیون نن اعلان وکړ چې د دغه ټلوېزیون مسوول مدیر او یو کارکوونکی یې شپږ ورځې وړاندې د طالبانو د عدلیې وزارت په امر نیول سي او په انفرادي بند کې ساتل کېږي.
خو د افغانستان د خبریالانو مرکز په دې رسنۍ کې د یوې سرچینې له قوله لیکلي چې دغه دوه کسان وروسته له هغې نیول سوي چې پر دې رسنۍ د طالبانو د ځواکونو د یرغل خبر خپور سوو.
د طالبانو د عدلیې وزارت اړوند ځواکونو څلور ورځې وړاندې (سهشنبه، د سرطان ۲مه) په کابل کې د تمدن ټلوېزیون پر مرکزي دفتر یرغل وکړ، خپرونې یې ودرولې او دفتر یې مهر او لاک کړ.
د تمدن ټلوېزیون مسؤلان وایي، د دې رسنۍ دفتر د دې ادعا له امله تړل سوی چې ګواکې ودانۍ یې پر دولتي ځمکه جوړه سوې ده، خو دا دوسیه د طالبانو په یوې ځانګړې محکمې کې تر څېړنې لاندې ده او تر اوسه یې وروستۍ پرېکړه نه ده سوې.




