د مقاومت جبهې په هرات کې د طالبانو د دوو غړو د وژل کېدو خبر ورکړ

د افغانستان د مقاومت ملي جبهې اعلان کړی چې د دې جبهې ځواکونو د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې د یوه هدفمنده عملیاتو په ترڅ کې دوه طالب غړي وژلي او د هغوی دوه وسلې یې هم ترلاسه کړې دي.
د مقاومت جبهې په هرات کې د طالبانو د دوو غړو د وژل کېدو خبر ورکړ

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د افغانستان د مقاومت ملي جبهې اعلان کړی چې د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې یې یو هدفمند عملیات ترسره کړي چې په پایله کې دوه طالب غړي وژل سوي دي.

د دې جبهې د خپرې سوې اعلامیې له مخې، دا عملیات د هرات–کندهار د کمربند په درې‌لارې سیمه کې د ګذره ولسوالۍ اړوند ترسره سوي دي.

دې جبهې ادعا کړې چې د دې عملیاتو په ترڅ کې دوه طالب غړي وژل سوي او دوه وسلې هم د دوی د ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د مقاومت ملي جبهې د وژل سویو کسانو د هویت او د ترلاسه سویو وسلو د ډول په اړه نور جزئیات نه دي وړاندې کړي.

تر دې دمه طالب چارواکو د دې ادعا په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی او خپلواکو سرچینو هم د دې پېښې جزئیات نه دي تایید کړي.

په وروستیو میاشتو کې د مقاومت ملي جبهې څو ځله د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو پر ضد د عملیاتو خبر ورکړی، خو دا ادعاوې په ډېرو مواردو کې د خپلواکو سرچینو له خوا نه دي تایید سوې.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x