سرچینې په دایکندي کې د یوه پخوانی پوځي د وژل کېدو خبر ورکوی

سیمه‌ییزې سرچینې د دایکندي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د یوه پخواني پوځي د وژل کېدو خبر ورکوي.
طالبان در دایکندی به‌خاطر اختلاف در روز عید ده‌ها نمازگزار را بازداشت کردند

سیمه‌ییزې سرچینې د دایکندي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د یوه پخواني پوځي د وژل کېدو خبر ورکوي.

د سرچینو په وینا، دغه پخوانی پوځي یاسر حسیني نومېده او د پنجشنبې په ماښام (د جوزا په ۲۹مه) د شهرستان ولسوالۍ د القان بازار په مرکز کې د ناپېژاندو وسله‌والو له خوا په ډزو ووژل سوو.

سرچینې وایي چې حسیني د پخواني حکومت پر مهال د افغانستان د پوځ غړی وو او د جمهوریت له سقوط وروسته یې د القان په بازار کې دوکانداري کوله.

تر اوسه د دې وژنې انګېزه او د عاملانو هویت نه دی څرګند سوی. طالبانو هم تر دې دمه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې تېره ورځ هم په کاپیسا ولایت کې سرچینو ویلي وو چې د حشمت‌الله په نوم د یوه پخواني پوځي جسد موندل سوی؛ نوموړی د پخواني حکومت پر مهال د سیلاب قول‌اردو د څلورم کندک د تولۍ د قوماندان په توګه دنده ترسره کوله.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x