د افغانستان د ملي مقاومت جبهې اعلان کړی چې د دې جبهې ځواکونو د جمعې ورځې (د جوزا ۲۲مه) ماښام د بغلان ولایت په فرنګ ولسوالۍ کې د طالبانو پر مرکز یو هدفي برید ترسره کړی دی.
د جبهې په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې برید په پایله کې د طالبانو یو غړی وژل سوی او درې نور ټپیان سوي دي. همدارنګه د ادعاوو له مخې، د طالبانو یو پوځي موټر هم په بشپړه توګه له منځه وړل سوې دي.
د ملي مقاومت جبهې ویلي چې دغه عملیات د شپې شاوخوا ۱۲ بجې ترسره سوي او د جبهې ځواکونه له برید وروسته له کوم زیان پرته خپلو مرکزونو ته ستانه سوي دي.
ددې خبرپاڼې په دوام کې ټینګار سوی چې د ملي مقاومت جبهې ځواکونه به د طالبانو پر ضد د مبارزې او د دې ډلې د واکمنۍ پر وړاندې د مقاومت په موخه، خپل هدفي بریدونو ته د هېواد په بېلابېلو سیمو کې دوام ورکړي.
تر اوسه طالبانو د ملي مقاومت جبهې د دغو ادعاوو او خپرو سویو جزییاتو په اړه څه غبرګون نه دی ښودلی.




