د معمار خبري اژانس د راپور له مخي ؛ د بغلان ولايت د طالبانو امنيه قومندانۍ اعلان کړی دی چي په دې ولايت کي د يوه وسلهوال بريد له امله څلور تنه وژل سوي او درې تنه نور ټپيان سوي دي.
ددې بنسټ په وینا؛ دا پېښه د دوشنبې د ماښام پر مهال د خنجان ولسوالۍ په يوه مسجد کي د ماښام د لمانځه پر وخت رامنځته سوې ده.
د طالبانو امنيتي چارواکو د دې پېښي لامل کورنۍ دښمنۍ بللي او زياته کړې يې ده چي د دې دوسيې په تړاو دوه تنه د پوليسو له خوا نيول سوي دي.




