فوزیه کوفي، د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ مرستیالې، د نړۍ په بېلابېلو ښارونو کې د وروستیو اعتراضونو په غبرګون اعلان کړی چې تېره ورځ په ګڼو هېوادونو کې سلګونه افغانان د هغو اعتراضونو په ملاتړ سړکونو ته راوتلي چې د هغې په وینا د اعتراض کوونکو د ځپلو، د ښځو د نیولو او د طالبانو د ځپونکو سیاستونو پر ضد ترسره سوي دي.
هغې دغه حرکت «ځانګړې او ولسي بیداري» بللې او ویلي یې دي چې دا بهیر، چې د هغې په باور له کابل او هرات څخه پیل سوی، اوس د افغانستان د وګړو، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو او آزادۍ په ملاتړ په یوه نړیواله همغږي او یووالي بدل سوی دی.
کوفې ټینګار کړی چې د عدالت غږ به هېڅکله چوپ نه سي او د انساني کرامت او د وګړو د حقونو لپاره مبارزه به دوام ولري.
هغې زیاته کړې چې د اوسني وضعیت دوام د هېچا په ګټه نه دی او د هغې په باور بدلون باید دا ځل د وګړو له منځه او د ټولنې له دننه رامنځته سي.




